د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۹

د ايران په نوي ولسمشر کې خاصه خبره څه ده؟


د ایران نوی ټاکل شوی ولسمشر حسن روحاني به چې د معتدلو مذهبي شخصیتونو له ډلې ګڼل کیږي په راتلونکو څو اونيو کې په کار پيل وکړي.

حسن روحاني چې د تهران د اټمي پروګرام په اړه په مذاکرو کې د ایراني هیات د مشر په توګه له غربي قدرتونو سره په خبرو کې د نرم دريځ په خاطر هم پيژندل شوی دی.

روحاني به د اصلاح غو ښتونکو له دې هیلو سره کار پیلوي چې د خلکو پر ټولنیزو ازادیو لګیدلي محدودیتونه به کم شي او د ایران بهرنۍ پالیسي به واقعبینانه لوری غوره کړي.

د رویټرز خبري اژآنس وايي، غربي قدرتونه ښايي په دې هیله چې حسن روحاني به د ایران د اتمي فعالیتونو پر سر د سختیدونکي لانجې د سوله ایز حل لاره خپله کړي د سخت دريځي ولسمشر محمود احمدي نژاد پر ځاي د هغه د ټاکل کیدو هرکلی وکړي.

حسن روحاني د ټاکنو په لومړي دور کې تر پينځوس فیصده زیاتې رایې خپلې کړې او تر هغو محافظه کارو کاندیدانو مخکې شو چې د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یې ته نږدې دي.

د حسن روحاني دې ژمنې چې د ایران د بهرنیو اړیکو او اقتصادي وضعیت چې نړیوالو ځپلی، رغول غواړي او د بشري حقونو د منشور غږ یې وکړ د زیاتو ایرانیانو پام ځان ته واړاوه . اکثر ایرانیان په خپل هیواد کې د ګڼ شمیر سیاسي ګوندونو د ازادۍ Pluralism او په بهر کې د ایران د منزوي موقف د بدلیدو غوښتنه لري.

له نړیوالو سره د اړیکو ټینګولو په خاطر د حسن روحاني د هڅو سابقه د دې سبب شوه چې د زیاتو هغو اصلاح غوښتونکو رایې هم وګټي چې کلونه کلونه له سیاسي پلوه منزوي پاتې شوي دي.

په عین حالکې د ایران په مذهبي کړیو کې د حسن روحاني د کورنۍ ښه موقف د دې زمینه ورته برابره کړې چې له ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یې سره هم ښه کاري روابط ولري.

د رویټرز په وینا ، د ایران سترمذهبي مشر چې د دې هیواد د سیاسي او امنیتي چارو رهبري يې په لاس کې ده او د اټمي پروګرام په شمول ټولې مهمې پوځي او سیاسي پریکړې کوي غوښتل چې دا وار په ټاکنو کې د هغه یو وفادار ، اصولګرا کاندید له جنجال پرته او په زیاتو راییو ولسمشرۍ ته وټاکل شي.

خو په امریکا کې میشتې د ایران د چارو یوې څیړونکې تریتا پارسي رویټرز خبري اژآنس ته ویلي:

سره له دې چې سخت دريځي کسان به د ایران د سیاسي سیسټم د مهمو برخو کنټرول په لاس کې ولري ، اصلاح غوښتونکو او منځ لارو ثابته کړه چې د خلکو د زیات ملاتړ په مرسته بری ګتلای شي.

د رویټرز په وینا داسې ګڼل کیږي چې حسن روحاني ته دایران د ټولنې د منځنۍ طبقې خلکو او ځوانانو ډيرې رایې ورکړې دي. حسن روحاني تر هغه وروسته په خلکو کې لا زیات اعتبار خپل کړ چې پخوانيو ولسمشرانو محمد خاتمي او هاشمي رفسنجاني د هغه د کاندیدۍ ملاتړ وکړ.

حسن روحاني له نړیوالو سره د اړیکو د رغونې پر بنا د بهرنۍ پالیسۍ جوړلو او د بشري حقونو د ملاتړ د نوې طرحې جوړولو ژمنه کړې ده .

روحاني ویلي چې د ښځو او قومي اقلیتونو د بشري حقونو د پراختیا لپاره به کار کوي.
XS
SM
MD
LG