د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

ولسي جرګه: د اسلامي اصولو ضد خپرونې دې بندې کړای شي


ولسي جرګې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ته یومیاشت وخت ورکړ چې؛ د دوی په وینا، د یو شمیر رسنیود غیرقاني پروګرامونو د خپرولو مخه دې ونیسي.

د ولسي جرګې اداري هیات له هغې وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته یو میاشت ورکړ چې؛ د جرګې یوشمېر غړو د ځینو رسنیو یو شمیر پروګرامونه د خلکو سپکاوی او د اسلام له اصولو سره پرخلاف وګڼل.

د جرګې دې غړو ادعا کوله چې؛ ځیني رسنۍ، نه یوازې دا چې د خلکو سپکاوی کوي؛ بلکې په هېواد کې د جنګ د دوام سبب کیږي هم.

د ولسي جرګې ريیس عبدالرووف ابراهیمي پرموضوع د جرګې د غړو د اوږدو بحثونو وروسته، د جرګې تصمیم داسې اعلان کړ:

"د افغانستان د ملي شخصیتونو او د افغانستان د خلکو د قومونو سپکاوی د اساسي قانون خلاف عمل دی.

محترم وزیرصاحب هیله ده په یوه میاشت د رسنیو د داسې خپرونو په هکله اقدام وکړئ."


ولسي جرګې د شنبی په ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر سید مخدوم رهین
ورغوښتی؛ څو د ځینو رسنیو په هکله د جرګې د غړو پوښتنې ځواب کړي.

د جرګې غړو د اطلاعاتو له وزیرڅخه یو لړ تندې پوښتنې وکړې او ترې ویې غوښتل چې، د رسنیو د ځینو پروګرامونو د خپرېدو مخه دې ونیسي.

عبدالستار خواصي او صادقي نیلي زاده وویل:

"۱- مطبوعاتو چې نن یې په دې بڼه وده کړې، د خلکو سپکاوی لاڅه د دین او ارزښتونوسپکاوی دی. د نیمه بربنډو نڅاګانې ایا اسلام ته سپکاوی نه دی؟

۲- په افغانستان کې د جنګ د شدت یو دلیل همدا تلویزیونونه دي؛ ځیني طالبان هم دلیل راوړي، چې د یوشمېر تلویزیونونو د پروګرامونو پر ضد جهاد روا دی او که نه؟"


د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر مخدوم رهین د جرګې د غړو انتقادونه تایید کړل؛ خو ویې ویل، د رسنیو د سرغړونو د څار کمیسیون چې د رسنیو سرغړونې څارنوالۍ ته معرفي کوي؛ بیا نو د ده پرضد تبلیغات کوي.

ښاغلي رهین ژمنه وکړه چې، د رسنیو د سرغړونو په هکله به اقدام وکړي:

"زه وعده کوم، چې د عدالت په چوکاټ کې او د بیان ازادي ته په ټول احترام سره، په خپرونو کې د دین او ملي فرهنګ ارزښتونه په پام کې ونیول شي خو له ستاسې هم هیله ده، چې په دې لاره کې زما ملاتړ وکړئ."

د ولسي جرګې دغو غړو ویل، د خلکو سپکاوی، د ځینو افرادو او اشخاصو پرضد له غرضه ډک تبلیغات هغه موارد دي چې؛ یوشمېر تلویزیونونه ورته لمن وهي.

د جرګې غړو ویل، که یاد وزارت په دې هلکه اقدام ونه کړی، د دوهم ځل لپاره به یې هم وروغواړي.

سربېره د ولسي جرګې پر یوشمېر غړو څو موده مخکې د افغانستان د علماو شورا هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارته غوښتي وو چې، په رسنیو کې دې له مبتذلو پروګرامونو د خپرېدو مخه ونیسي.

دې شورا هم د یوشمېر تلویزیونونو ځیني خپرونې د اخلاقو او اسلام خلاف ګڼلې وې.

خو د مدني ټولنې فعالانو د عالمانو شورا د اعلامیې پرضد غبرګون ښودلی او ویلي یې وو، چې د رسینو محدودول د بیان د ازادۍ زندۍ کول دي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG