د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۵۳

حسن روحاني د ايران نوى ولسمشر شو


د ايران د کورنيو چارو وزير مصطفى نجار اعلان وکړ، چې منځلاري کانديد حسن روحاني د جمهوري رياست انتخابات وګټل او د ايران نوى ولسمشر به وي.

نجار پرون ماښام وويل روحاني څه باندې ١٨ مليونه رايې اخيستي، چې د ټولو رايو پنځوس اعشاريه اته شپېته فيصده جوړوي.

د ايران د جمهوري رياست په دغو انتخاباتو کې حسن روحاني تر خپل نژدې رقيب باقر قاليباف او څلورو نورو سيالانو مخکې و.

د تهران ښاروال قاليباف په دغو انتخاباتو کې تر شپاړسو فيصدو کمې رايې ګټلې دي.

د کورنيو چارو وزير مصطفى نجار پرون ماښام حسن روحاني د جمهوري رياست د انتخاباتو د ګټونکي په توګه اعلان کړ:

”ښاغلي حسن روحاني د اتلسو مليونو ٦١٣زرو ٣٢٩ رايو په خپلولو سره اکثريت رايې ګټلي، [د ايران] د يوولسمې دورې د منتخب ولسمشر په توګه وټاکل شو“

افغان ولسمشر حامد کرزي،د ايران مذهبي مشر ايت الله علي خامنه اي او ګڼو نورو چارواکو ښاغلي روحاني ته د انتخاباتو د ګټلو مبارکي ويلې ده.

د ازادۍ راډيو فردا څانګې د انتخاباتو په اړه له خپلو ځينو اورېدونکو سره خبرې کړي. يو تن وايي:

د ښاغلي رفسنجاني او ښاغلي خاتمي مننه کوم، چې د ښاغلي روحاني ملاتړ يې وکړ او ملت يې يوې سمې لارې ته روان کړ. هيله من يم ښاغلى روحاني وکړاى شي، رفسنجاني او خاتمي ته وياړ په برخه کړي“

په شيراز کې د ايران د جمهوري رياست د انتخاباتو يوې ګډونوالې وويل، روحاني که لس کاله هم په واک کې پاتې وي، نه شي کولاى ځينې ستونزې چې له تېرې دورې ورپاتې دي- حلې کړي:

”که ښاغلى روحاني لس کاله هم ولسمشر وي، نه شي کولاى هغه کارونه منظم کړي، چې احمدي نژاد ترسره کړي. د هېواد وضعه ډېره خرابه شوې، د دغو شيانو سمول ډېر وخت غواړي“

ايراني چارواکو له ټولو هغو کسانو چې د رايې ورکولو پر شرايطو برابر دي، غوښتي وو، چې د رايې ورکولو مرکزونو ته لاړ شي او د ايران دښمنانو ته وښيي چې د ايران خلک په انتخاباتو کې ګډون او د دې سيسټم ملاتړ کوي.

د ايران د جمهوري رياست انتخاباتو ته شپږو کانديدانو مبارزه کوله.
XS
SM
MD
LG