د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۸

د ايران په انتخاباتو کې پر شرايطو برابرو ٧٠ فيصده کسانو رايې ورکړې


په ایران کې د انتخاباتو مامورینو ویلي چې پينځوس ملیونه کسان د رایې ورکولو په شرایطو برابر وو او تر ۷۰ فیصده زیاتو خلکو رایې ورکړې دي.

دوی باید له شپږو کاندیدانو یو ټاکلی واي څو د جمهور ریس محمود احمدي نژاد ځاي ونیسي.

قانون ولسمشر احمدي نژاد ته اجازه نه ورکوي چې پرله پسې دریم وار ځان د ولسمشرۍ لپاره کاندید کړي.

د کاندیدانو لست د انتخاباتي مبارزو تر پيل مخکې د تایید لپاره شوراي نګهبان ته استول شوی وو.

په ایران کې د ولسمشرۍ ټاکنو د بهیر د څارنې لپاره بهرنی څارونکي دې هیواد ته نه وو تللي.

د جمعې په ورځ د راییو په مرکزونو کې د خلکو د زیاتې ګڼې ګوڼې په خاطر د انتخاباتو مامورین مجبور شول چې د رایې اچولو وخت څو ساعته تمدید کړي.

دا له دوه زره نهم میلادی کال راهیسې چې د ولسمشرۍ ټاکنې د درغلیو د اعاوو په خاطر د خلکو له پراخ مخالفت سره مخامخ شوې اول وار دی چې ایرانیان بیا د راییو مرکزونو ته ځي.

هغه مهال د امریکا متحدو ایالاتو او نورو غربي دولتونو په ایران کې د رژیم له خوا د مخالفینو پرضد د رژیم پر چلند سخت انتقادونه وکړل . خو په ایران کې ولسمشر په سترو مسلو کې د پریکړو کولو صلاحیت نه لري.

په دې هیواد کې د حاکم سیاسي سیسټم واکم د ستر مذهبي مشر په لاس کې دي.

لویې پریکړې چې د ایران د پوځ قومانده ، بهرنی سیاست او د اتمي پروګرام په څير سترې پروژې په کې شاملیږي د مذهبي مشر په صلاحیت کې دي.

په ایران کې د ولسمشر د صلاحیتونو په اړه د ایران د چاور افغان کتونکي ډاکټر عیسی ستانکزي ازادي راډیو ته وویل :

که څه هم د قانون له مخې جمهور ریس دوهم تن حسابیږي خو عملا حتی دریم او څلورم هم نه دی. په ډيرومحدودو کورنیو مسایلو کې صلاحیت لري او له بهرنیوهیوادونو سره د ایران د سفیر په توګه راکړه وکړه کوي. تر یوه حده په اقتصادي مسلو، ځوانانو د کار پیدا کولو ، ټولنیزو مسایلو په څير وړې خبرې چې د یوه حکومت اجرایوي خبرې دي ، په هغو کې رول لوبولای شي.

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ایې د جمعې په ورځ د رایې تر اچولو وروسته هغه ادعاوې رد کړې چې وايي په ایران کې ټاکنې د ډيموکراسۍ د اصولو خلاف دي.

تیره میاشت د امریکا د بهرنیوچارو وزیر ویلي وو چې د ایران د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه شک لري. دا خبره تر هغه وروسته وشوه چې د ایران شوراي نګهبان د کاندیدانو له څو سوه کسیزه لسته یوازې اته تنه په ټاکنو کې د ګډون لپاره تایید کړل.

هغه مهال د امریکا د بهرنیوچارو وزیر د نګهبان شورا لخوا د کاندیدانو د غوره کولو په پروسه کې د شفافیت پر نشتوالي انتقاد کړی وو او ویلي یې وو چې دا کسان یوازې پر دې اساس چې څوک د رژیم ګټو ته خدمت کوي له لسته ایستل شوي دي.
XS
SM
MD
LG