د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

په ايران کې خلکو د جمهوري رياست په انتخاباتو کې برخه واخيسته


ایرانیان د احمدي نژاد پر ځاي د بل جمهور رئیس د ټاکلو په مقصد رايې ورکړې.

د رايې ورکولو مرکزونه سهار اته بجې پرانيستل شول، چې ټاکل شوې وه د مازيګر پر شپږو بجو پايته ورسېږي، خو دغه موده د يوه ساعت لپاره وغزول شوه.

د جمهوري ریاست په انتخاباتو کي شپږ کاندیدان سیالیو ته ولاړ دي.

له نظرپوښتنو څخه داسې معلومیږي چې د ایران د اټومي پروګرام د پخواني ستر مرکچي او منځلاري کاندید حسن روحاني او د تهران د اوسني محافظه کاره ښاروال محمد باقر قالیباف تر منځ سیالۍ ډېرې نږدې روانې دي.

که چېرې کاندیدان د رایو اکثریت ونه ګټي، دويم ځلي انتخابات به د جون په ۲۱ مه ترسره شي.

د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي په تهران کې د رایو ورکولو پر مهال د امریکا د متحده ایالاتو هغه بیانونه رد کړل چې وایي، د جمهوري ریاست انتخابات ډموکراټيک نه دي. خامنه اي زیاته کړه چې د امریکا پر دې ډول بیانونو دې بلا پرېوځي.

د تهران یو اوسیدونکی وایي:

”له کومه ځایه چې ما اوریدلې، حسن روحانې د خلکو زیات پام وراړولی دی. دا په خاص ډول د کاندیدانو تر منځ د درېیمې تلویزیوني مناظرې له امله ده. زیات شمېر خلکو روحاني وپېژاند. منځلاري او هغوي ته نږدې حلقات یي پېژني. دوي پوهیږې چې چاته راي ورکړي، خو ډېرو عامو خلکو چې روحاني یې نه پیژانده، زما په فکر، درېیمې تلویزیونې مناظرې پر هغوى اغېز کړی دی“
XS
SM
MD
LG