د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۹ سلواغه ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۳۸

په ایران کې نن انتخابات ترسره کېږي


په ایران کې نن د جمهوري ریاست انتخابات ترسره کېږي، په پام کې ده چې؛ د رايي ورکولو مرکزونه د سهار په اتو په کار پیل وکړي او د ماښام تر شپږو بجو پورې به پرانیستي وي. دا امکان هم شته چې؛ د رايي ورکولو وخت تمدید شي.

ایرانیان نن د خپل هېواد د ولسمشرۍ د یوولسمې دورې په انتخاباتو کې رایې ورکوي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت ویلي چې؛ شاخوا پنځوس میلیونه کسان په دې انتخاباتو کې د رايي ورکولو په شرایطو برابر دي.

د رايي ورکولو مرکزونه به د سهار له اتو د ماښام تر شپږو بجو رسما پرانیستي وي؛ خو اټکل کېږي چې؛ د انتخاباتو د مرکزونو کار ښايي د پخوانیو دورو په څېر د څو نورو ساعتونو لپاره تمدید شي.

د ایران شورای نګهبان د ولسمشرۍ کاندیدانو ته له اوسه خبرداری ورکړی چې؛ د انتخاباتو د نتایجو له قانوني اعلان مخکې هېڅوک هم حق نه لري چې؛ ځان بریالی اعلان کړي.

دا اعلان ظاهرا په انتخاباتو کې د یو کاندید حسن روحاني د هغې وینا په وړاندې یو غبرګون و، چې؛ ویلي یې و، د شنبې په ورځ به ټول د ده د بریالیتوب د جشن لمانځنه کوي.

په دې انتخاباتو کې شپږ تنه کاندیدان سیالۍ ته ولاړ دي، سعید جلیلي، محسن رضايي، حسن روحاني، محمد غرضي، محمد باقر قالیباف او علي اکبر ولایتي چې؛ خلک به د ایران اووم ولسمشر د خپلو مستقیمو رایو په وسیله غوره کړي.

په ایران کې له نژدې درېیو اونیو راپه دې خوا د کاندیدانو انتخاباتي کمپاینونه او تبلیغات روان وو، خو پرون سهار په اتو بجو، د رايي ورکولو د مرکزونو له پرانیستل کېدو ۲۴ ساعته مخکې بند شول.

ځینې نظرپوښتنې ښيي چې؛ حسن روحاني ښايي تر نورو کاندیدانو مخکې وي.

څارونکې په دې باور دي چې؛ روحاني په یوه ډول سره د اصلاح غوښتونکو له ملاتړ څخه برخمن دی. کارپوهان وايي چې؛ پر ایران لګول شویو بندیزونو ته په پام سره راتلونکې ولسمشر باید د دې هېواد د اقتصاد د بیارغونې لپاره ډېره زیاته هڅه وکړي.

د نړېوالې کتنې په نوم د یوې امریکایۍ تحقیقاتي موسسې کارپوهه یوهانا پارازسوک Paraszczuk Joanna وايي، د ایران ولسمشر د هغه صلاحیتونه لري چې؛ د ستر مذهبي مشر له خوا ورکول کېږي او په دې کې اقتصادي پروګرامونه هم شامل دي:

"نوی ولسمشر به مجبور وي چې؛ د لویدیځ زیاتېدونکو بندیزونو ته په پام سره د اقتصادي بیارغونې تقریبا ناممکن کار پیل کړي.

اصلا ډېره مهمه هم نه ده چې؛ څه ډول پروګرام ترکار لاندې نیسي.

دی به له داسې ستونزو سره مخامخ وي چې؛ هېڅ شی به بندیزونو ته نشي منصوبولای ځکه دا کار به له دې مذهبي کړن لارې سره په مخالفت کې وي چې؛ وايي، بندیزونو پر هېڅ شي ناوړه اغېز نه دی کړی او د بندیزونو په وړاندې اقتصادي مقاومت نتیجه ورکوي."


اوس پوښتنه دا ده چې؛ د ایران راتلونکې ولسمشر به بندیزونو او له لویدیځ سره د دریو لسیزو کړکېچنو اړیکو ته په پام سره د لویدیځ په وړاندې کومه پالیسي او سیاست غوره کړي. په نننیو انتخاباتو کې د ایران راتلونکې ولسمشر غوره کېږي خو دې سوال ته ځواب ښايي ډېر وخت ته اړتیا ولري.

که په نننيو انتخاباتو کې هېڅ کاندید هم په سلو کې د پنځوس جمع یو رایو په ترلاسه کولو ونه توانېږي انتخابات به دوهمې دورې ته پاتې شي او دوه مخکښ کاندیدان به د راتلونکې جمعې په ورځ د خلکو د رایو د ترلاسه کولو لپاره د سیالۍ ډګر ته راووځي.
XS
SM
MD
LG