د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

ایران: جمهوري ریاست ته کاندید رضاعارف له سیالیو تېر شو


د ایران د جمهوري ریاست لپاره یوبل کاندید هم له سیالیو تیرشو.

د ایران د شورای نګهبان له خوا د اتومنل شویو کاندیدانو له ډلې شپږ تنه به یې د راتلونکې جمعې په ورځ په انتخاباتو کې برخه اخلي.

پاتې اکثره هغه کاندیدان دي چې سخت دریځي محافظه کار بلل کیږي او د ایران سترمذهبي مشرایات اله علي خامنه یي ته وفاداردي.

محمد رضا عارف چې د جون د څوارلسمې د جمهوري ریاست د انتخاباتو یواځینی اصلاح غوښتونکی کاندید و؛ وروسته له هغې له خپلې کاندیدۍ تیرشو چې د ایران پخواني ولسمشراود اصلاح غوښتونکو مخکښې څیرې محمد خاتمي ورته مشوره ورکړه چې دغه کاروکړي.

د غه خبر د عارف په ویب پاڼه کې خپور شوی دی.

خاتمی له رایې ورکونکو غوښتي دي چې؛ د جمعې د ورځې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د منځلاري مذهبي مشر حسن روحاني ملاتړ وکړي.

خاتمي په خپله ویب پاڼه کې ویلي، هغه مسوولیت ته په پام سره چې د خپل هیواد او ولس په وړاندې یې لري، د ده په وینا خپل محترم ورور حسن روحاني ته به رایه ورکړي.

نوموړي دغه راز پرټولو رایې ورکونکو په تیره بیا اصلاح غوښتونکو او ټولو هغو کسانو چې د هیواد د سوکالي اوپرمختګ غوښتونکي دي، غږکړی چې په دغو انتخاباتو کې ګډون وکړي او حسن روحاني ته رایه ورکړي ترڅو دغه غوښتنې یې عملي بڼه غوره کړي.

د رویټرزخبري اژانس د راپور له مخې روحاني چې پخوا د ایران د اټمي خبرو ستر مرکچي و او په سازش او مصلحت کولو پیژندل شوی مشر دی، د اصلاح غوښتونکو ملاتړ یې د هغو رایو ورکونکو د ملاتړد جلبولو لپاره یوه ښکاره هڅه ده چې؛ په ایران کې د پراخو آزادیو او د ایران د ډيپلوماټیکي انزوا د پای ته رسېدو هیله کوي.

له انتخاباتي مبارزې څخه د یواځینی اصلاح غوښتونکي کاندید عارف له په شاه کیدو سره د کاندیدانو په ډله کې اکثره هغه سخت دریځې محافظه کار پاتې دي؛ چې د ایران له سترمذهبي مشرایات اله علي خامنه یي سره نژدې اړیکی لري او هغه ته وفاداردي.

خامنه یي تراوسه په ښکاره د یوه مشخص کاندید ملاتړندی کړی او ویلي یې دي چې، په دغو انتخاباتوکې یواځې یوه رایه لري چې هغه د ده خپله رایه ده.

د ایران د جمعې د ورځې د جمهوري ریاست انتخابات په داسې حال کې ترسره کیږي چی پردې هیواد د اټومي پروګرام په خاطر ملګروملتونو اولویدیځ سخت بندیزونه لګولي دي.

دغو بندیزونو د ایران د تیلوصنعت ډیرځپلی اود ایران د ریالو ارزښت یې ډیرراکم کړی دی.

په ایران کې د انفلاسیون اندازه په سلو کې له دیرشو اوړي چې ویل کیږي دا مسله به د رایو ورکونکو په انتخاب کې چې کله د جمعې په ورځ د رایو مرکزونو ته ځي، مهم رول ولوبوي.
XS
SM
MD
LG