د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۵۴

د کابل نړېوال هوایې ډګر ته نږدې نښته پای ته ورسیده



نن سهار شاوخوا څلور نیمې بجې یوه ډله وسله وال حمله کونکي د کابل نړېوال هوایې ډګر شمال ته یوې نیمه کاره ودانۍ ته ننوتل او له هغې سیمې یې پر هوایې ډګر حملې وکړې.

د کابل د امنیه قومندانۍ مرستیال داوود امین ازادي راډيو ته وویل چې، ټول حمله کوونکي ترڅلور ساعته مقاومت وروسته له منځه ولاړل.

د کابل امنیه قومندان جنرال ایوب سالنګي بیا په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل، چې د وسله والو شمیر اووه کسه وه چې ټول یې وژل شوي دي.

خو د نوموړي په وینا افغان ځواکونو او ملکیانو ته تلفات ندي اوښتي.

اخوا طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته وویل چې د حملې هدف هوایې ډګر سره د امریکایانو یو مرکز وو. دی ادعا کوي چې په دې حملې کې یې ګڼ بهرني عسکر وژلي دي.
XS
SM
MD
LG