د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۲

صبحرنګ: د ناموسي قتلونو او جنسي تیریو ۴۰۶ قضیې ثبت شوي


د افغانستان د بشر د حقوقو خپلواک کمیسیون وایې په تیرو دوو کلونو کې د پخوا په مقایسه د ناموسي قتلونو او جنسي تیریو یو زیات شمیر پيښې په یاد کمیسیون کې ثبت شوي دي.

دغه څرګندونې نن د دې کمیسیون مسولینو د جنسي تیریو او ناموسي قتلونو په اړه د یوه دوه کلن تحقیقاتي راپور د خپریدو پر مهال وکړې.

د دې کمیسیون د ښځو د برخې کمیشنرې ثریا صبحرنګ په یاد کنفرانس کې وویل، چې په تیرو شاوخوا دوو کلونو کې د ناموسي قتلونو او جنسي تیریو ۴۰۶ قضیې ثبت شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون په خپل تازه راپور کې د ښځو د ناموسي وژنو او پر هغوی جنسي تیریو د پيښو په زیاتیدو اندیښنه ښودلې او دولت ته یې د مخنیوي لپاره ځینې وړاندیزونه هم مطر کړي دي.

دا راپور چې د یکشنبې په ورځ د یاد کمیسیون لخوا خپور شو، د ۱۳۹۰ لمریز کال له پیل څخه د ۱۳۹۲ کال د ثور تر میاشتې پورې د جنسي تیریو او ناموسي قتلونو پیښې پکې ثبت شوي.

د دې کمیسیون د ښځو د چارو کمیشنرې ثریا صبح رنګ د یاد راپور په حواله په تیرو شاوخوا دوو کلونو کې د ناموسي قتلونو او جنسي تیریو د پيښو په اړه دا ډول معلومات ورکړل:

"د ۱۳۹۰ کال له پیله تر ۱۳۹۲ کال پورې، د افغانستان د بشري حقونو په خپلواک کمیسیون کې د ناموسي قتلونو او جنسي تیریو ۴۰۶ پيښې ثبت شوي دي. چې پدې کې ۲۴۳ پيښې د ناموسي قتلونو دي او ۱۶۳ پيښې هم د جنسي تیریو دي."

د ناموسي قتلونو او جنسي تیریو د پيښو څیړل، د قربانیانو د وضعیت ارزونه، پدې برخه کې د معلوماتو راټولول، د عامه پوهاوي لوړول او د قوانینو اصلاح هغه موارد دي چې د بشر د حقوقو خپلواک کمیسیون یې د خپلو تجقیقاتو د عواملو په توګه یادوي.

د راپور له مخې د جنسي تیریو په ۳۵ فیصده پيښو او د ناموسي قتلونو ۵۶ فیصده پيښ، کې د قرباني شویو ښځو خپلوان لاس لري.

دغه راز پدې راپور کې راغلي، چې د ناموسي قتلونو او جنسي تیریو ۸۲ فیصده قربانیان ځوانانې دي چې زیاتره یې له اتلس کلنۍ ټيټ عمر لري.

راپور زیاتوي چې، ۹۱ فیصده دا ډول قضیې عدلي او قضایې ارګانونو ته راجع شوي چې په ۶۴ فیصده حل شویو پيښو کې خلکو رضایت ښودلۍ او څه باندي ۳۵ فیصده مواردو کې د عدلي او قضایې ارګانونو اقدامات د قانون خلاف بلل شوي دي.

د افغانستان د بشر د حقوقو خپلواک کمیسیون مسولان دغه راز وایې چې، د دې پيښو ۶۷ فیصده عاملین نیول شوي چې له هغې ډلې څه باندي شپيته فیصده عاملین مجازات شوي خو ۳۹ فیصده نور نه دي محاکمه شوي.

د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواک کمیسیون ریسې سیما سمر د یاد راپور د خپریدو په مهال له دولته وغوښتل چې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنيوي لپاره دې اختصاصي څارنوالۍ او کورنۍ محاکمې رامنځ ته کړي:

"یو له وړاندیزونو څخه چې کمیسیون یې کوي هغه د قوانینو عادلانه تطبیقول دي، دویم وړاندیز مو د اختصاصي څارنوالیو او فامیلي محاکمو رامنځته کول دي او دغه راز د طب عدلي رامنځ ته کول دي.

ځکه کوم کسان چې په لري سیمو کې ژوند کوي هغوی طب عدلي ته لاس رسی نه لري او دا د دې لامل ګرځې چې د جرم علایم له منځه ولاړ شي."


دا راپور په داسې حال کې خپریږي چې، په ولسي جرګې کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون په اړه هم بحثونه روان دي.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون او بیلابیلو مدني ټولنو له ملي شورا غوښتي چې دغه قانون پرته له ژورو بدلونونو تصویب کړي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:44 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG