د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۱۳

لالی: "د ځوانانوحرکت" هڅه کوي حامد کزری بیا جمهوري ریاست ته کاندید کړي


په ولسي جرګه کې د کندهار استازی وایي، په دې ولایت کې د حامد کرزي پلوي یوه ټولنه فعاله شوې او غواړي چې نوموړی د درېیم ځل لپاره هم د جمهور رییس په توګه پاتې شي.

دکندهاراستازو دشنبې په ورځ د جرګی په عمومی غونډه کې وویل، داټولنه «ځوان حرکت » نومیږی اوهدف یې دادی چې حامدکرزی د دریم ځل لپاره
په انتخاباتو کې برخه واخلی اوځان جمهوري ریاست ته کاندیدکړي.

که څه هم د افغانستان جمهور ريیس حامد کرزي څو څو ځلې ویلي چې؛ نه غواړي د خپلې دورې له پای ته رسیدو وروسته بیا هم په قدرت کې پاتې شي؛ خو د کندهار یو شمیر استازي وايي، په دې ولایت کې د "ځوان حرکت" په نامه د حامد کرزي پلوي یوه نوې ټولنه فعاله شوې او غواړي چې ښاغلی کرزی دې د درېیم ځل لپاره د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د کاندیدو قانوني حق ومومي.

د کندهارولایت چارواکې د دې نوی فعالې شوې ټولنې فعالیت تاییدوي او وایي، د ډیموکراسي د اصولو له مخې د هېواد هرتبعه حق خپل شخصي نظریات څرګند کړي.

د کندهار د والي ویاند ښاغلی جاوید فیصل د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

"دا ټولنه ډیره نوې ده، حتی د ټولنې په تشکيل کې هم نه ده، خو تراوسه یې چې غونډې کړي، دوی د حامد کرزي ملاتړ کوي، دوی غواړي د هېواد د اساسي قانون یوه ماده تعدیل کړي؛ څو حامد کرزی وکولی شي، د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د دریم ځل لپاره برخه واخلي او ځان جمهوري ریاست ته کاندید کړي.

دوی د ځوانانو په نامه راټولیږي او د ډيموکراسي له اصولو سره سم د دوی حق دی چې خپل نظریات څرګند کړي."

د افغانستان د اساسي قانون له مخې جمهور ريیس نه شي کولی چې؛ له دوه دورو څخه وروسته دی ځان د درېیم ځل لپاره جمهوری ریاست ته کاندید کړي.

د ښاغلي فیصل له څرګندونو مخکې د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې ځینو وکيلانو په کندهار کې د دې نوې ټولنې په رامنځ ته کېدو اندیښنه وښودله.

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازو وویل؛ د ځوان حرکت ډله غواړي خلکو ته فورمې ورکړي؛ څو د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو کې د ښاغلي حامد کرزي د درېیم ځلی کاندیدو ملاتړ وکړي.

محمد نعیم حمیدزی لالي او شکيباهاشمي وویل:

"۱- په کندهار کې ځیني خلک راټول شوي؛ غونډې یې نیولي چې، د جمهور ريیس دوره دې تمدید شي. خلکو ته فورمې ورکوي، لاسلیکونه اخلي او خلک د ځان ملګري کوي.

۲- په کندهار کې یوه ډله د ځوان حرکت په نامه فعالیت کوي. دوی په اساسي قانون کې د تعدیل غوښتونکي دي؛ څو ښاغلی کرزي د درېیم ځل لپاره په انتخاباتو کې کاندید شي."


تراوسه د جمهوري ریاست چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو خپله حامد کرزي په بیا بیا ویلي چې، د انتخاباتو له لارې به یوه بل کس ته قدرت انتقال کړي.

ټاکل شوې ده، د افغانستان د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات د ۱۳۹۳ لمریز کال د حمل په شپاړسمه نیټه ترسره شي.

جمهور ريیس کرزي، مدني ټولنې او د حکومت مخالف سیاسي ګوندونه هم تاکيد کوي چې؛ یاد انتخابات دې په ټاکلي وخت ترسره شي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG