د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۳

د ایران جمهوري ریاست ته ۸ تنو کاندیدانو درېیمه ټلویزیوني مناظره وکړه


د ایران د جمهوري ریاست لپاره اتو کاندیدانو پرون په دریمه او وروستۍ ټلویزوني مناظره کې ګډون وکړ.

دې ټلویزیوني مناظرې څلور ساعته دوام وکړ چې؛ په مستقيم ډول د ایران له ملي ټلویزیونه خپرېده او کاندیدانو د بهرنۍ پالیسي په اړه خپل نظرونه څرګند کړل.

د تهران د اټمي پروګرام په اړه نړیوال جنجال جمعې د ورځې په مناظره کې د ایران د جمهوري ریاست لپاره د کاندیدانو د بحث تر ټولو توده موضوع وه.

کاندیدانو تر ډيره حده د تهران د اټمي پروګرام په اړه له نړیوالو سره د مذاکره کونکي هیات پر مشر سعید جلیلي سخت انتقادونه وکړل او ویې ویل چې، په مذاکرو کې پرمختګ نه دی شوی.

کاندید او د بهرنیو چارو پخواني وزیر علي اکبر ولایتي په دې مساله کې د سعید جلیلي پر قابلیت شک څرګند کړ او ویې ویل چې، ډیپلوماسي باید د ایران له دې حقه دفاع وکړي چې؛ اټمي پروګرام ولري نه دا چې بندیزونه ورځ په ورځ لا زیات شي.

ولایتي چې د ایران د ستر مذهبي مشر ایات الله علي خامنه یي له نږدې سلاکارانو هم دی؛ وویل چې، ایران په بهر کې د خپل موقف د ښه کولو اړتیا لري:

"موږ له نورې نړۍ سره د خپلو اړیکو ښه کولو ته اړتیا لرو. که چیرې زه ولسمشر شوم، نو له نړیوالو سره د اړیکو د پراختیالپاره به موثر دریځ خپل کړم."

بل کاندید غلام علي حداد عادل وویل چې؛ د بندیزونو لرې کیدل به د ایران اوسنی اقتصادی حالت چې د انفلاسیون او د اسعارو د بحران ښکار شوی؛ بېرته په پښو ودروي:

"د اقتصادي بندیزونو کمول او د هغوی د اغیز کمزوري کول د ښې ادارې په مرسته ممکن وو او لا هم امکان لري. د بندیزونو د مسالې حل زموږ په بهرنۍ پالیسي کې لومړیتوب لري."

بل کاندید رضا عارف و، چې د تهران په پوهنتون کې استاد هم و" ټینګار وکړ چې، په بهر کې له میشتو ایرانیانو سره باید د حکومت اړیکې ښه شي او د ایران د کتلوري استازو په توګه ورته وکتل شي.

سعید جیلیلي چې د ایران د جمهوري ریاست د انتخاباتو په دې سیالۍ کې تر نورو مخکې ګڼل کیږي وویل، سره له دې چې ایران د افغانستان په څير مسایلو کې له غربي دولتونو سره همکاري کړې بیا هم د واشنګټن له خوا د (شیطنت د محور) په توګه ورته کتل کیږي.

جلیلي وویل چې، د تهران او واشنګټن د بهرنۍ پالیسي ترمنځ په زیاتو مسایلو اختلافات موجود دي او په ځانګړي ډول یې اسراییل ته اشاره وکړه:

"د امریکا د بهرنۍ پالیسي یو عمده اصل له صهیونیست رژیم سره تعهد دی او د صهیونیستانو رژیم ته رسمیت نه ورکول د ایران د بهرنۍ پالیسي اساس دی."

په ایران کې د ولسمشرۍ ټاکنې د روانې میلادي میاشتې په څوارلسمه ترسره کیږي؛ نو کاندیدان د ځانونو په ګټه د انتخاباتي مبارزې لپاره تر یوې اونۍ کم وخت لري.
XS
SM
MD
LG