د کورنیو چارو وزارت ومنله چې د هیواد په پنځو ولسوالیو کې یې د روانو ناامنیو په اړه د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته یو مکتوب لیږلی.
د کورنیو چارو وزارت وایي، دغه مکتوب یې د دې لپاره د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته لیږلې، ترڅو د دغو ولسوالیو د اوسیدونکو نوم لیکنې ته په خپلو پلانونو غور وکړي.
د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي، دوی د نورستان د وایګل، د غزني د ناوې، د زابل د کاکړو او د هلمند د دیشو او بغران ولسوالیو د امنیت په اړه خپلې اندیښنې د انتخاباتو خپلواک کمیسون سره شرېکې کړي.
ښاغلي صدیقي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ دوی د دغو ولسوالیو د امنیت ټینګښت ته له تیرې ورځې راهیسې هڅې پیل کړي؛ ترڅو د نوم لیکنې بهیر په کې په سمه توګه ترسره شي.
"له پرون راهیسې مو د وایګل ولسوالۍ د تصفیې چارې پیل کړي، مونږ هڅه کوو چې په لنډه موده کې د دغو سیمو امنیتي ګواښونه یو څه راکم کړو، خو ددې ترڅنګ د انتخاباتو خپلواک کمیسیون سره هم کار کوو، ترڅو هغوی په دې ولسوالیو کې د نوم لیکنې بهیر عملي کړي."
د هیواد د پنځو ولسوالیو د امنیتي وضعیت په اړه اندیښنې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې ټاکل شوې د اسد په پنځه نیټه د ولسوالیو په کچه د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې مرکزونه پرانستل شي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون نږدې دوه اونۍ مخکې د ټولو ولایتونو په مراکزو کې د نوم لیکنې چارې پیل کړې او د چارواکو په خبره دغه بهیر تراوسه په ښه توګه پرمخ روان دی.
د دې کمیسیون د معلوماتو له مخې تراوسه په ټول هیواد کې څه باندې ووه ویشت زره کسانو د رایه ورکونې نوي کارتونه اخیستي چې شااوخوا پنځه زره میرمنې هم په کې شاملې دي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون چاروااکي بیا وایي، ترڅو چې دوی د یوې ولسوالۍ له امنیت څخه بشپړ ډاډ ترلاسه نه کړي، حاضر نه دي چې هلته د نوم لیکنې مرکزونه خلاص کړي.
ددې کمیسیون د دارالانشا مشر ضیاالحق امرخیل له امنیتي ارګانونو غواړي، چې د نوم لیکنې د بهیر د بریالیتوب لپاره د ټولو ولسوالیو امنیت ټینګ کړي، ترڅو دوی وکولای شي هغو سیمو ته مواد او کارکوونکي ولیږي.
"که له ټاکنوڅخه مخکې په هره مرحله کې امنیتي ارګانونه په دغو ولسوالیو یا نورو مناطقو کې چې دوی اوس ستونزې وینی، امنیت تائمین کړي، د ټاکنو خپلواک کمیسیون حاضر دی چې هلته ثبت نام وکړي او ټاکنې ترسره کړي.
امنیتي ارګانونه باید دې موضوع باندې جدي کار وکړي."
که څه هم د هیواد په کچه تراوسه د پنځو ولسوالیو د امنیت په اړه اندیښنې ښودل شوي، خو کارپوهان وایي که چیرې د نوم لیکنې بهیر ولسوالیو ته وغځیږي، ممکن دغه ستونزه په ډيرو سیمو کې راپورته شي.
د جمهوري ریاست او ولایتی شورا ګانو راتلونکي انتخابات د ۱۳۹۳ کال د حمل په شپاړسمه نیټه ترسره کیږي، خو داسې اندیښنې شته چې ممکن د نامنیو له امله دغه انتخابات د فساد ښکار شي.
راپور: اسدالله لودین