د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

پاکستان د ټاپي پروژې مخه نیسي






راپور: خان محمد "سیند"

ځیني افغان کارپوهان وایي، پاکستان هڅې کوي؛ چې د افغانستان له لارې د ترکمنستان د ګازو پایپ لین، هندوستان ته ونه رسیږي، دا پروژه ټاپي نومیږي؛ چې د ترکمنستان څه کم څوارلس میلیارده متره مکعبه ګاز، پاکستان او هندوستان اخلي او افغانستان په کې د ترانزیت هېواد په توګه برخه لري.

د سوداګرۍ وزارت وایي، ترکمنستان له اړوندو تخنیکي کمپنیو سره خبرې پیل کړي او په لږه موده کې به خپل منځي ستونزې حل کړي .

د کانونو وزارت وزارت وایي، د دې پروژې تړون د څلورو واړو هېوادونو ولسمشرانو لاسلیک کړی او پاکستان ورته ژمن دی.

د" ټاپی" یا د افغانستان له لارې، پاکستان او هندوستان ته د ترکمنستان د ګازو د پایپ لاین د پروژې له لاسلیک کیدو وروسته تمه وه؛ چې کار به یي ژر پیل شي خو، له هغې نیټې راهیسي چې شاوخوا درې کاله تیریږي، کوم پرمختګ په کې نه لیدل کیږي .

ځیني افغان کارپوهان وایي، پاکستان نه غواړي چې دا پايپ لاین دې د افغانستان له لارې تر هندوستانه پورې وغځیږي او دواړه هېوادونه "افغانستان او هندوستان" دې ترې ګټه واخلي .

د کابل پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي استاد مسعود وایي، پاکستان له یوې خوا له هندوستان سره ښې اړیکې نه لري او له بلې خوا دا هم نه غواړي چې افغانستان دې اقتصادي وده وکړي:

"پاکستانیان ډیره هڅه کوي؛ چې هند ته د ترکمنستان د دې سترې انرژی د رسیدو مخه ونیسي.

له بلې خوا دا هڅه هم کوي؛ چې ګاوڼدی هېواد افغانستان دې تل د دوي د تولیداتو مارکیټ اوسي او هیڅکله دې له اقتصادي او تجارتي پلوه له نورو هېوادونو سره اړيکې ونه لري."


استاد مسعود زیاتوي، د همدې له امله پاکستان له ایران سره د"ای پي ای" په نامه یوه پروژه لاسلیک کړه، چې په اساس به یي د ایران ګاز پاکستان او هندوستان اخلي.

څه موده وروسته هندوستان هم له دې پروژې ووت او اوس مهال په کې یوازې ایران او پاکستان پاتی دی .

خو د افغانستان د کانونو وزارت وایي، د اسیا د جنوب هېوادونه پرته د افغانستان له لارې نه شي کولای؛ چې د منځني اسیا ګاز تر لاسه کړې، د همدې له امله پاکستان د یادې پروژې عملي کولو ته ژمن دی .

د دې وزارت د پالیسي ريیسي غزال حبیب یار ازادی رادیو ته وویل :

"ګازو ته د جنوبي اسیا د هېوادونو او تیره د هندوستان او پاکستان ضرورتونه د "ای پي ای" د پروژې له ظرفیته ډیر دی او دا هېوادونه مجبور دی؛ چې د ګاز اړتیاوې له منځني اسیا څخه پوره کړي .

ای پي بله پروژه ده او ټاپي بله ده .

د پاتې پروژې اهمیتي او ارزښت له "ای پي پروژې" څخه زیات دی او اعتبار یې خوندي دی"


غزال حبیب یار وویل، د دې پروژې له پنځو تړونونو څخه څلور بشپړ شوی او پنځم تړون یې ترکمنستان پورې اړه لري؛ چې کومه کمپنۍ ورته ګماري .

حبیب یار زیاته کړه، د پروژې مطالعات هم بشپړ شوي او هیله ده په دوه زره اتلسم کال کې ترې ګټه واخیستل شي .

د ټاپي د پروژې لومړی تړون په دوه زره لسم میلادي کال کې د افغانستان ، ترکمنستان، پاکستان او هندوستان د ولسمشرانو ترمنځ په عشق اباد کې لاسلیک شو.

راپورونه وایي،لاسلیک کوونکو چارواکو ژمنه وکړه؛ چې د دې پروژې چارې به په دوه زره څوارلسم میلادي کال کې پیل شي .

اقتصاد پوهان وایي، دا پروژه د منځنی اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ ستره اقتصادي پروژه ده او څلور واړه هېوادونه به ترې ګټه پورته کړي .

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وایي، د دې پروژې د ځڼدیدو علت د ترکمنستان او قراردادي کمپنیو ترمنځ ستونزه ده؛ چې خبرې پرې روانې دي، د دې وزارت ویاند وحیدالله غازي خیل وویل :

"د افغانستان، پاکستان او هندوستان له خوا نرخونه ورکړل شوي. درې واړو په خپل برخه کې کار خلاص کړی، خو ستونزه د سرمایه ګذارو کمپنیو او ترکمنستان ترمنځ دی، خبرې پرې روانی دي او هیله ده په لږه موده کې خبرې نتیجې ته ورسیږي او کار یي پیل شي."

د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې د دې ګازو پایپ لاین به د هېواد د هرات، فراه، هلمند او کندهار له ولایتونو څخه پاکستان ته ورسیږي او افغانانو ته به په کې څه باندې درې زره کاري زمیني برابرې شي .

افغان چارواکي وایي، لکه څرنګه چې افغانستان د دې ګازو د اخیستلو توان نه لري له ترانزیته به یې هر کال شاوخوا څلور سوه میلیونه ډالره عاید تر لاسه کړي .

افغان ملي سوداګر وایي، افغانستان د دې پروژې اصلي محور دی او پرته له افغانستانه عملي کیدای نه شي، افغان سوداګر خان جان الکوزی وایي :

"لومړې باید د پاکستان او افغانستان اړيکې ښه شي او بله دا چې د ټاپي د پروژې اصلي محور افغانستان دی، که افغانستان په کې نه وي دا پروژه ناممکنه ده بشپړه شي."

افغانستان په وروستیو کلونو کې له یو شمېر بهرنیو هېوادونو سره ځیني پروژې لاسلییک کړي؛ چې مهمې یي له یوې چینایي کمپنۍ سره د مس عینک د کان کیندل او د تاجکستان، ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د اورګاډي د پټلۍ غځول او داسې نورې دي.

خو راپورونه وایي؛ چې په هېواد کې نا امنیو تر ډیره د دارنګه لویو پروژو تطبیق له ستونزو سره مخ کړی دی.
XS
SM
MD
LG