فارن پالیسي خپرونه لیکي: جمهور ریس حامد کرزي هند ته د پوځي غوښتنو له لست سره تګ مخکې لږ تر لږه په اصولو کې له پاکستان سره مذاکرو ته یو بل وروستی چانس ورکړ.
ولسمشر کرزی د اپریل په څلوریشتمه نیټه بروکسل ته ولاړ .
ده هلته د امریکا د بهرنیوچارو له وزیر جان کري او د پاکستان د پوځ له مشر جنرال اشفاق کیاني سره وکتل چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته يې له طالبانو سره د موافقې په خاطر همکاري مهمه ګڼل کیږي .
د فارن پالیسي په لیکنه : د افغانستان او پاکستان ترمنځ متشنجي اړیکې د اپریل په میاشت کې تر هغه وروسته چې د پاکستان پوځ په داسې سیمه کې چې افغان لوري خپله ګڼله د دوازې جوړلو هڅه وکړه ، د خرابوالي نوي مرحلې ته ورسیدي.
جمهور ریس حامد کرزي د پاکستان د دې اقدام په ځواب کې خپل پوځ ته امر وکړ؛ چې دا دروازه او د ډیورند کرښې ته نږدې د پاکستان د پوځ نور تاسیسات چپه کړي.
فارن پالیسي لیکي : دې پيښې ته په پام، په دې کې د شک ځای نشته چې ښايي جمهور ریس حامد کرزی بلجیم ته تر تګ مخکې له پاکستانه مایوسه شوی وو .
د خپرونې په لیکنه، ولسمشر کرزي د قدرت په وروستي کال کې له طالبانو سره د جوړ جاړي له لارې د سولې د تامین لپاره حتی د خپل کورنی سیاست پرخلاف په وار وار له پاکستان سره د نږدې کیدو هڅه کړې ده .
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې دننه د پاکستان ضد احساسات د زیاتیدو په حال کې دي.
خو فارن پالیسي لیکي : اوس داسې څرګندیږي چې جمهور ریس حامد کرزی نور نه غواړي چې د پاکستان مهربانۍ ته انتظار وکړی.
واشنګټن پوست ورځپاڼه په لوګر کې د وسله والو طالبانو پر ضد د سیمیزو تشکیلاتو په اړه یوه مقاله لري .
ورځپاڼه د فرهاد اکبري په نوم د یوه ۳۳ کلن افغان ژوند ته کتنه کوي چې وايي یو کال مخکې یو عادي ساختماني انجینیر وو او د پوست په لیکنه د امریکايي د پوځ د قراردادي پروژو له برکته شتمن شو.
فرهاد اکبري اوس وسله لري او په چیریکي ډول د خپل کلي خلک او نور وسله وال د وسله والو طالبانو پر ضد رهبري کوي.
واشنګټن پوست ورځپاڼه لیکي چې فرهاد لږترلږه اویا تنه نور ځوانان چې په هغوی کې یو شمیر پخواني طالبان هم شته له ځان سره ملګري کړي دي .
دوی په سیمه کې له پولیسو سره زیاته همکاري کوي او وايي هغه کسان چې تقاعد یې کړی او یا کار نه لري د سیمې د امنیت د ټینګولو لپاره له پولیسو سره ملګرتیا ته هڅوي او د کلي په ګزمه کې برخه ورکوي.
د لوګر سیمیزو چارواکو د وسله والو طالبانو د فعالیتونو د ځپلو لپاره د فرهاد اکبري هڅې ستایلې خو په عین حالکې اندیښنه هم څرګندوي.
په لوګر کې د امنیتي ځواکونو او نړیوالو قواوو له پراخ حضور سره هم د وسله والو طالبانو د تخریبي فعالیتونو زیاتوالی د اندیښنې وړ دی.
خو واشنګټن پوست لیکي : هغه ځواکونه چې فرهاد اکبري یې مشري کوي له دولتي او بهرنیو ځواکونو سره فرق لري. دولتي ځواکونه له نورو سیمو څخه استخدام شوي وي خو د فرهاد پلویان ټول د سیمي خلک دي او په خپله منطقه کې ښه بلد دي.