د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۷

ولې په افغانستان کې د خمیني د مړینې ورځ لمانځل کېږي؟


د ایران د مذهبي مشر امام خمیني د مړیني څلورویشتمه کلیزه په پام کې ده چې؛ د سې شنبې په ورځ د ده د پیروانو له خوا ولمانځل شي، خو د کابل ښار په غربي سیمه کې هم د دوشنبې له ورځې راهیسي دې تجلیل ته تیاری نیول شوی دی.

په دې سیمه کې د امام خمیني لوی لوی تصویرونه په لوړو لوحو کې نصب دي.

د دوي پیروان وایي؛ امام خمیني یو ستر مجاهد او دیني عالم و، ځکه یې په ځانګړو مراسمو نمانځي، خو یو شمېر نور بیا دې کار ته د شک په سترګه ګوري.

د کابل ښار د غربي سیمې په واټونو، د سړکونو پر څنډو او د مذهبي مراسمو د اجراء کولو د ځایونو ترڅنګ، د ایران د مذهبي مشر حضرت امام خمیني لوی لوی تصویرونه، په لوړو لوحو نصب، تر سترګو کېږي.

که څه هم په پام کې ده؛ چې؛ د امام خمیني د مړیني څلورویشتمه ورځ د سه شنبې په ورځ د ده پیروان ونمانځي؛ خو د سیمي یو شمېر خلکو ازادی رادیو ته وویل، خمیني یو مجاهد او روحاني شخصیت و او دوی یې د ورځې نمانځلو ته مخکې له مخکې تیاری نیولی دی، د دشت برچي؛ اوسیدونکو سیدمصطفی او سیدهاشم وویل:

«۱- په تشیع مذهب کې دا یو مهم شخصیت دی بله کومه خبره نه ده چې؛ دا د ایران دی.

زموږ پلرونو او نیکونو د ده مذهبي پیروان و. موږ یې هم ورځ نمانځو.

۲- دا واقعي مجاهد و، په خلکو ګران دی، ځکه یې لوی لوی تصویرونه په لوحو نصب دي.»

بل خوا یو شمېر محصلینو او د مدني ټولنې فعالانو رسنیو ته خبر ورکړ چې؛ د سې شنبې په ورځ په کابل کې د دې پر ضد یوه اعتراضي غونډه وکړي، چې؛ ولې په افغانستان کې د ایران د ستر مذهبي مشر خمیني د مړینې ورځ لمانځل کېږي.

ځیني کابل ښاریان هم وایي، د دموکراسۍ د اصولو له مخې د مذهبي ورځو او شخصیتونو تجلیل د هېواد د هر تبعه قانوني حق دی؛ خو د هېواد په اوسنیو شرايطو کې په دې کار کې افراط مناسب نه دی:

«نوم وحدت دی، په دې شرايطو کې په عکسونو او تصویرونو دومره زیات لګښت پکار نه دی، په دی لګښتونو که د بیوزلو ماشومانو سره مرسته وشي او د تعلیم زمینه ورته برابره شي ښه به وي.

زمانوم نظیف اله دی، موږ باید خپل نومیالي ونمانځو، خمیني له افغانستان سره هیڅ تړاو نه لري.»

کارپوهان وایي، افغانانو ته پکار ده چې؛ د پردیو شخصیتونو پر ځای خپل تاریخي، مذهبي او ملي شخصیتونه ونمانځي، احمد سعیدي وایي:

«موږ خپل مذهبي او تاریخي شخصیتونه لرو، ایران هیڅکله زموږ شخصیتونه نه دي لمانځلي، دا چې؛ څوک یې نمانځي د هغوي خپل کار دی خوخپلو شخصیتونو ته پام کول ضروري دي.»

یو شمېر نور کتوونکي په کابل کې د خمیني د کلیزه په دارنګه شاندارو مراسمو لمانځنه د افغانستان په ځینو سیاسي کړیو کې د ایران د نفوذ څرګندویه بولي.

دوی وايي؛ ایران په دې توګه غواړي پر افغانستان له سیاسي او فرهنګي پلوه خپل نفوذ پراخه کړي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG