د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ کب ۱۳۹۸ کابل ۰۰:۱۲

په ایران کې ولسمشرۍ ته اتو تنو کاندیدانو ټلویزیوني مناظره وکړه


د ایران د جمهوري ریاست لپاره اتو تنو کاندیدانو پرون (جمعه) په لومړۍ ټلویزیوني مناظره کې ګډون وکړ.

مناظره د ایران دولتي ټلویزیون تنظیم کړې وه او هر ګډون کوونکي ته نوي ثانیې وخت ورکړ شوی و؛ چې پوښتنو ته ځواب ووايي.

د کاندیدانو ترمنځ بحث تر ډيره حده پر اقتصادي او ټولنیزو مسایلو و.

د دوی څخه ډیرې پوښتنې په دې اړه وې چې د کارونو د زیاتولو، د کورونو د بيې د را ټيټولو، د انفلاسیون د له منځه وړلو او د بې کارۍ د کمولو په اړه څه پلانونه لري.

کاندید حسن روحاني چې د ایران یو مذهبي شخصیت دی او مخکې د تهران د اټمي پروګرام په اړه د مذاکره کونکي هیات غړی هم و؛ وويل چې، بې کاري اوسمهال تر ټولو جدي مساله ده:

"د خلکو د غوښتنې یوه عمده برخه د بې کارۍ د کمولو لارې چارې او د زیاتوکارونو پيدا کول دي. په ایران کې اوس تر درې ملیونه زیات وګړي کار نه لري.

اته لکه د پوهنتون فارغان د کار کولو لپاره تیار دي خو کار نه لري. دا څرګندوي چې د کارونو موندل نن ورځ زموږ په ټولنه کې تر ټولو مهمه مساله ده."


د ایران د جمهوري ریاست لپاره دې کاندید زیاته کړه چې؛ حکومت باید د کورنیو تولیداتو د زیاتولو د هڅو ملاتړ وکړي؛ تر څو د بهرنیو هېوادونو پر محصولاتو او وارداتو اتکا کمه شي.

بل کاندید محمد باقر قالیباف چې د تهران ښاروال هم دی وویل؛ چې د کورنیو لپاره د کورونو د بیې را ټیټول به یې د کاري پروګرام عمده برخه وي.

"زما په حکومت کې به د بې کورۍ مساله الویت لري. دلیل یې دا دی چې ډير خلک کورونه نه لري او د ځوانو کورنیو د عوایدو لویه برخه پر کرایې ځي. که چیرې د کورونو ستونزه حل شي، د نورو مالونو اخیستل به زیات شي."

په داسې حالکې چې د نړیوالو بندیزونو له امله د ایران د تیلو صادرات کم شوي دي؛ د کاندیدانو څخه یوه پوښتنه دا وه چې څرنګه به د تیلو د صادراتو پر عوایدو د هېواد اقتصادي اتکا کمه کړي؟

کاندید محمد رضا عارف چې د برق انجنیر او د تهران پوهنتون استاد دی وویل؛ ایران باید له تیلو پرته اقتصادي سیسټم رامنځ ته کړي.

ده زیاته کړه، چې د ایران ملي بانک باید خپلواک شي او ټینګار یې وکړ چې؛ د اصلاح غوښتونکو حکومت انفلاسیون تر خپل کنټرول لاندې راوستلای شي.

د ایران د بهرنیو چارو پخواني وزیرعلي اکبر ویلایتي؛ چې د کاندیدانو په لست کې دی وویل، چې له نړیوالو سره د جوړ جاړي او د اقتصادی فشارونو د کمولو لپاره له سیمه ییزو هیوادونو سره د ښو اړیکو پراختیا ته اړتیا ده.

د ایران د جمهوري ریاست لپاره په اول کې نږدې اوه سوه تنو ځانونه کاندید کړی و او لست یې د تایید لپاره شوراي نګهبان ته واستول شو. شورای نګهبان د مې د میاشتې په یویشتمه نیټه یوازې د اتو تنو کاندیدي تایید کړه.

د ایران د ولسمشرۍ ټاکنې د جون د میاشتې په څوارلسمه دي.
XS
SM
MD
LG