د سولې عالي شورا وایي؛ طالبان باید د سولې خبرو ته چمتوالی اعلان کړي.
د افغانستان د سولې عالي شورا یوځل بیا غوښتنه وکړه؛ چې وسله وال مخالفین باید د سولې د خبرو لپاره خپل تیاری اعلان کړي.
د دې شورا چارواکي وایي، د قطر دفتر د نه پرانیستلو یوازینی لامل هم دادی چې وسله وال طالبان د سولې له خبرو سره علاقه نه لري.
کارپوهان بیا وایي، طالبان به هغه وخت د سولې خبرو ته چمتو شي، چې غوښتنې یې ومنل شي.
له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل د طالبانو یو اساسي شرط دی، چې د سولې د خبرو لپاره یې وړاندې کوي.
د سولې عالي شورا وایي، سره له دې چې د طالبانو ځینې غړي له پخوا څخه قطر ته تللي، خو د دې تحریک مشرتابه تر اوسه له افغان حکومت سره د خبرو چمتوالی نه دی ښودلی.
د دې شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار وایي، د طالبانو لپاره به د قطر دفتر هغه وخت رسمآ پرانستل شي چې دا ډله له سولې سره خپل تیاری اعلان کړي.
ښاغلي قاسمیار د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، هیله من دي چې وسله وال مخالفین دې نتیجې ته ورسیږي چې ووایي جنګ د حل لاره نه ده:
«په قطر کې طالبانو ته د دفتر د پرانستو مسله یوه فعاله موضوع ده، دا بهیر تراوسه له فعالیته نه دی غورځیدلی، هیله ده وسله وال مخالفین دا واقیعتونه درک کړي چې جنګ د حل لاره نه ده.او د خبرو د پیل لپاره هم د افغان حکومت او سولې عالي شورا پرته بله کومه لاره نه ده موجوده.»
له دې وړاندې د سولې عالي شورا چارواکو ویلي، وو چې په دوحه کې طالبانو ته د دفتر له پرانستو سره سم به د سولې خبرې شدت پیدا کړي.
په قطر کې طالبانو ته د دفتر پرانستل هغه موضوع ده چې د روان میلادي کال په پیل کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما او افغان ولسمشر حامد کرزي هم موافقه پرې وکړه.
افغان چارواکي وایي، دغه دفتر به یوازې د سولې د خبرو لپاره وي، او طالبان نه شي کولای د نورو اهدافو لپاره ګټه ورڅخه واخلي.
بل خوا ځینې افغان کارپوهان وایي، ترڅو چې د وسله والو طالبانو غوښتنې ونه منل شي، دغه ډله به د سولې د خبرو پیل ته زړه ښه نه کړي.
وسله والو طالبانو له دې وړاندې له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو مسله د سولې د خبرو لپاره د خپل اساسي شرط په توګه یاده کړې ده.
که څه هم حکومت افغان لوري ته د بګرام زندان د انتقال په وسیله دا هیله درلوده چې وسله وال طالبان به د سولې خبرو ته چمتو شي، خو کارپوهان وایي د حکومت دې هڅو هم نتیجه ورنه کړه.
ځینې کتوونکي او د حکومت سیاسي مخالفین بیا په حکومت انتقاد کوي چې د سولې د بهیر لپاره پياوړی دریځ او پالیسي نه لري.
که څه هم د ولسمشر حامد کرزي د حکومت پای ته شاو خوا یو کال پاته دي، خو د سولې عالي شورا اوس هم هیله لري چې طالبان به د سولې خبرو ته حاضر شي.