د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

"په افغانستان کې ۸۰ فیصده ښځې ټلیفون کاروي"


د امریکا د نړېوالې پراختیايي ادارې یوه نوې سروې ښيي، چې په افغانستان کې 80 فیصده ښځې ټلیفونونو ته لاس رسی لري.

دغه سروې د 2012 کال په وروستیو کې د افغانستان په پنځو مهمو ولایتونو کې له (2000) ښځو سره د مرکو پر اساس شوې ده.

یو شمېر ښځې چې له موبایل ټیلیفونونو څخه ګټه اخلي، د ځینو کسانو له خوا ورته بې ځایه مزاحمتونه او د ټلیفوني اړیکو د لوړو لګښتونو څخه شکایت کوي.

خو د افغانستان د مخابراتو وزارت چارواکې وايي، چې د ښځو د شکایتونو اورېدلو لپاره یوه ځانګړې شمېره جوړوي، چې دوی ته د بې ځایه ټلفونو مخه ونیسي.

په افغانستان کې یوه نوې ترسره شوې سروې ښيي، چې 48 فیصده ښځې شخصي موبایل ټلیفونونه لري او 32 فیصده نورې یې لږ تر لږه ټیلیفوني خدماتو ته لاس رسی لري.

دغه سروې د 2012 میلادي کال په پای کې د امریکا د نړېوالې پراختیايي ادارې یا USAID له خوا د افغانستان په پنځو لویو ولایتونو کې شوې ده.

په سروې کې راغلي، چې په بېلابېلو ولایتونو کې موبایل ټلیفونونو ته د نجونو لاس رسی په چټکۍ سره زیاتیږي.

خو د ښځو د اقتصادي ودي د مرکز رئیسي نیلوفر سخي چې د چهارشنبې په ورځ یې د دې سروې په اړه معلومات ورکول، وویل، له دې ټولو لاسته راوړنو سره سره لا هم ښځې د ټیلیفون په برخه کې ځیني ستونزي لري:

“درې مهم خنډونه چې ښځو ډیر تمرکز پر کړی، په ټولنه کې د فساد موضوع ده، ښځو ته بې معنی ټلیفونونو کول دي، د موبایل د لګښت موضوع ده، دغه لاملونه ددې سبب کېږي، چې پر هغوی بندیزونه ولګول شي.”

په سروې کې ویل شوي، په عمومي توګه په افغانستان کې 80 فیصده ښځې موبایل ټلیفونونو ته لاس رسی لري.

یو شمېر هغه ښځي چې شخصي موبایل تلیفونونه لري، د ځینو نارینه و له بې ځایه تلیفونونو او مزاحمت کولو څخه شکایت کوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزیر هم دغه ستونزې مني.

انجینر امیرزي سنګین، چې د امریکا د نړیوالي پراختیايي ادارې له خوا د شوي سروې د خپرولو پر وخت یې خبري کولې وویل، چې ددغو ستونزو د حل لپاره به یوه ځانګړې شمېره فعاله کړي.

ښاغلی سنګین وايي، ددې شمېرې له فعالېدو سره به ښځي وکولای سي، چې دې شمېرې ته د ځینو نارینه و د مزاحمتي تلیفونونو په اړه شکایت وکړي او د مخابراتو وزارت به ډیر ژر هغه سیم کارټونه بند کړي چې ته په ناحقه ټلفونونه کوي.

اوس مهال په افغانستان کې یوه دولتي او څلور شخصي ټلیفوني کمپنۍ فعالیت کوي او دغه وزارت وايي، په افغانستان کې شا او خوا 20 میلیونه کسان موبایل ټلفونونه کاروي.

خو د ټلیفوني اړیکو ټیټ کېفیت او لوړې بیې هغه څه دي، چې له کلونو راهیسي یې په اړه خلک په افغانستان کې شکایتونه کوي، خو دوی وایی چې لا هم دې ستونزې ته لازمه پاملرنه،نه ده شوې.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG