د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

هاشمي رفسنجاني او اسفندیار رحیم مشایي د کاندیدانو له لسته لرې شول


د ایران پخوانی ولسمشر هاشمي رفسنجاني او د اوسني ولسمشر محمود احمدي نژاد نژدې ملاتړی د ولسمشرۍ د کاندیدانو له لسته لرې شول.

د ایران نګهبان شورا او د کورنیو چارو وزارت د رفسنجاني او اسفندیار رحیم مشایي د نومونو د لرې کیدو لپاره توضیحات نه دي ورکړي.

د شپږ سوه شپږ اتیا کاندیدانو له ډلې څخه اته تنه یی تایید شول؛ چې د جون په څوارلسمه به د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې سره سیالي کوي.

په تایید شویو کی د ایران اټمي ستر مرکچي، د ایران د بهرنیو چارو پخوانی وزیرعلی اکبر ولایتي شامل دي.

د رفسنجاني او د مشایي د نومونو په لیرې کیدو سره چې یو یي معتدل بلل کیږي او له بله یې شخصا احمدي نژاد ملاتړ کړی و، د تایید شویو کاندیدانو په لست کې سخت دریځي محافظه کاران اکثریت لري.

د جون په څوارلسمه د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې به د احمدي نژاد پر ځای، چې دوه ځلي ولسمشر شوی دی، بل ولسمشر وټاکل شي.
XS
SM
MD
LG