نا څرګندو کسانو د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د کپتان پلار تښتولی.
د ننګرهار د بهسود ولسوال نعمت الله نورزی وايي، چې نن سهار شاوخوا لس نیمې بجې د بهسود ولسوالۍ د سراچې په سیمه کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د کپتان محمد نبي عیسی خيل پلار نا څرګندو کسانو تښتولی دی.
د ولسوال په خبره،چې نوموړی کورته په لاره و،چې په یاده سیمه کې له موټر څخه ښکته شوی او له ځانه سره يي وړی دی.
د ولسوالۍ د چارواکو په خبره د یادې پيښې په اړه د دوی څېړنې روانې دي،ولې تر اوسه يي په اړه کوم کره معلومات په لاس نه دي ورغلي.