کابل چاپ ورځپاڼو د دوشنبې دورځې په ګڼو کې په افغانستان کې د اداري فساد او له افغانستان سره د هند په اړیکو لیکنې او تبصیرې کړې دي.
محور:
محور ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي، له هغې ورځې چې د افغانستان د مالیې وزیر د ولسي جرګې د شپږو وکیلانو د فساد تورونه رسوا کړي؛ د ولسي جرګې حالت له هغه مسیر نه کاملاً وتلی دی؛ چې د وکالت د چاپیریال اصول یې ګڼو.
د لیکوال د معلوماتو له مخې، وړمه ورځ ولسمشر کرزي په ارګ کې د کمیسیونو له مشرانو سره وکتل، هغوی ته یې لارښوونې او عذرونه وړاندې کړل.
د سرمقالې د لیکوال په باور عذر اوسپیناوی د ولسي جرګې او حکومت ترمنځ کړکېچ اوبې باوري نه شی سړولای.
خدمتګار:
د خدمتګار ورځپانې په سرمقاله کې راغلي دي؛ د افغان دولت په ارګانونو کې د فساد لټول په ستورو پسې د اسمان لټولو په معنا دي.
یاده ورځپاڼه په خپله سرمقاله کې لیکي؛ د حیثیت د اعادې اقامه یوازې په عدلي او قضايي ارګانونو کې قانونیت لري؛ نه په ملي شورا کې.
لیکوال لیکي، د ملي شوار د پلټونکي ځانګړي کمېسیون وظیفه په ملي شورا کې د فساد د قضیو ځېړل دي.
خدمتګار په خپله سرمقاله کې وړاندې لیکي؛ که څه هم د رامنځته کېدونکی کمېسیون لپاره عنوان سم ټاکل شوی؛ خو پردغه کمیسیون به د سپارښتنونکو اغېزې کمیسیون له اصلي مسیر څخه ۱۸۰ درجې منحرف کړي.
خدمتګار د خپلې سرمقالې په پای کې لیکي؛ هېڅوک هم د دې تضمین نه شي کولی چې؛ د نوموړي کمېسیون څېړنې به بې پرې وي.
کابل چاپ یوشمېر ورځپاڼو له افغانستان سره دهند د اړیکو په اړه هم لیکنې او تبصیرې کړې دي.
ملي بارو:
ملي باور ورځپاڼې د افغان کارپوهانو له خولې لیکلي؛ هند کولای شي، د افغانستان امنیتي ځواکونه په پښو ودروي.
ورځپاڼه لیکي هند په یوه داسې موقف کې دی، چې له افغانستان سره په بېلابیلو پوځي برخو کې مرستې وکړي.
دنیا:
دنیا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکي؛ د افغانستان ګاونډیان باید له هند څخه د دوستۍ درسونه زده کړي.
د سرمقالې د لیکوال په باور له ډېرې مودې راپه دې خوا افغانان له خپلو ګاونډیانو څخه ترخې تجربې لري؛ ځکه دغو ګاونډیانو تل د افغانستان په کورنیو چارو کې بې شرمانه لاسوهنې کړې دي؛ چې دغه حالت لاهم روان دی.
د لیکوال د معلوماتو له مخې هند له هغه وخته چې له افغانانو سره یې دوستانه روابط پیدا کړي دي؛ په ډېره صادقانه ډول یې اړیکې پاللې دي.
هېواد:
په پای کې هېواد دولتي ورځپاڼه په خپله سرمقاله کې لیکي؛ افغانان د افغانستان او هند د مشرانو ترمنځ له خبرو څخه د مثبتو پایلو اوښو لاس ته راوړنو په تمه دي.
چمتو کوونکی: رحمت الله افغان