د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۴ کب ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۲۷

سعید جلیلي وايي، د کاټرین اشټن سره د ده خبرې ګټورې وې


د ایران د اټمي پروګرام مرکچي وايي، د سترو قدرتونو له استازې سره په خبرو کې موافقه وشوه، چې خبرو ته به دوام ورکوي.

سعیدجلیلي پرون وویل، چې د پنځه جمع یو هېوادونو وړاندیز ګام په ګام خبرې دي خو ایران غواړي چې لویدیځ د ایران د هر انعطاف، په تېره د اقتصادي بندیزونو په وړاندې متقابل اقدام وکړي.

سعیدجلیلي وویل، د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ له مشرې کاټرین اشټن سره د ده خبرې مفصلې او ګټورې وې.

جلیلي زیاته کړه، چې دواړو خواوو پرېکړه وکړه، چې خپلو همکاریو ته به دوام ورکوي:

"پرېکړه وشوه، چې د دې نظریو په اړه نور غور وشي. پر دې خبره ټینګار وشو چې باید خبرو ته دوام ورکړو.

موږ چمتو یو خبرو ته هرکله چې دوی غواړي، که د ولسمشرۍ له انتخاباتو مخکې وي که وروسته دوام ورکړو، ځکه دا ډول خبرې اترې ملي موضوعات او د ډلو له مسئلې اوچتې دي چې د ایران ټول ملت او سیاسي جریانات یې ملاتړ کوي. نو ځکه پرېکړه وشوه چې د خبرو د دوام لپاره په نژدې راتلونکي کې په تماس کې واوسو."


د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کاټرین اشټن هم ویلي و، چې د ترکیې په استانبول ښار کې له ښاغلي جلیلي سره د دې خبرې ګټورې وې خو دې د خبرو د بل پړاو نېټه اعلان نه کړه.

مېرمن اشټن په دې خبرو کې پر جرمني سربېره د ملګروملتونو د امنیت شورا د پنځو دایمي غړو، امریکا، برتانیا، روسیې، فرانسې او چین په استازیتوب ګډون وکړ.

دا هېوادونه له ایران څخه غواړي چې د یورانیمو له غني کولو لاس واخلي څو نړیوال ډاډه شي چې تهران د اټمي وسلې د جوړولو نیت نه لري، خو ایران وايي اټومي پروګرام یې سوله ییز اهداف لري او نړیوال باید د یورانیمو د غني کولو لپاره د دې هېواد حق ومني.

د ملګروملتونو امنیت شورا په څو پرېکړه لیکونو کې له ایران څخه غوښتي دي چې د یورانیمو غني کول بند کړي او څو ځلې یې پردې هېواد بندیزونه هم لګولي.

په دې ترڅ کې متحدوایالاتو او اروپايي ټولنې تېرکال د اضافي بندیزونو په ترڅ کې د ایران د تېلو صادرات او مالي سیسټم په نښه کړل چې په نتیجه کې یې د دې هېواد اقتصاد له ګڼو ستونزه سره مخامخ شوی.

د استانبول په خبروکې د ایران استازي سعیدجلیلي وویل چې د نړۍ شپږو سترو قدرتونو د ګام په ګام خبرو وړاندیز کړی خو ده زیاته کړه، چې تهران غواړي لویدیځ د ایران د هر انعطاف په وړاندې، په تېره د بندیزونو د کمولو په برخه کې یو متقابل اقدام وکړي.
XS
SM
MD
LG