د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ سلواغه ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۴۸

"موږ به د ایران د ګټې نورې سرچینې هم په نښه کوو"


د تروریزم او مالي استخباراتو په برخه کې د امریکا د خزانې د وزیر مرستیال ډیويډ کوهن
ایران او د اتمي انرژۍ د څارنې نړېواله اداره د تهران د لانجمن اتمي پروګرام په اړه د څیړنو د پیل په اړه په خبرو کې کومې موافقې ته ونه رسیدل.

د ایران د اټمي پروګرام په اړه د دې مذاکرو مخکنی دور د اپریل په میاشت کې د قزاقستان په مرکز الماتا کې تر سره شو .

په دې خبرو کې د ملګرو متلونو د امنیت شورا پینځه دایمي غړو او جرمني برخه درلوده .

دا وار دواړو خواوو پرون چهارشنبې په ویانا کې سره وکتل خو په داسې یوه موافقه بریالي نه شول چې پر اساس یې نړېوال څارونکي د ایران اتمي تاسیساتو ، اسنادو او کارکونکو ته لاس رسي پیدا کړي.

خو د ملګرو ملتونو د سازمان له خوا د اتمي انرژۍ د څارنې د نړیوالې ادارې مرستیال وویل، چې په دې اړه مذاکرو ته به د دوي تعهد پر ځای وي.

پدې ارتباط د بیا خبرو لپاره نیټه نده ټاکل شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د جمهور ریس اوباما اداره د ایران د اټمي پروګرام په خاطر پر تهران د فشارونو د زیاتولو د نویو لاروچارو په لټه کې ده .

د تروریزم او مالي استخباراتو په برخه کې د امریکا د خزانې د وزیر مرستیال ډیويډ کوهن (David Cohen) پرون د دې هیواد د سنا د بهرنیو اړیکو کمیټې ته وویل:

(موږ به د ایران د ګټې نورې سرچینې هم په نښه کوو . د بهرنیوچارو په وزارت کې د خپلو همکارانو په مرسته به پراخې هڅې وکړو چې بهرنيو حکومتونو او خصوصي سکټور ته خپل بندیزونه توضیح کړو ، له ایران سره د سوداګرۍ خطرونه ورته واضح کړو او د ستاینې وړ ګامونو پورته کولو ته یې وهڅوو .)

په دې ارتباط یو وروستی اقدام دا دی چې د امریکا د خزانې وزارت په متحده عربي اماراتو کې دوه مالي شرکتونه له یوه ایراني بانک سره چې په تور لست کې وو د معاملې په خاطر د خپلو بندیزونو په لست کې شامل کړل .

د امریکا د خزانې وزارت پرون وویل چې د الهلال او الفدا په نوم د مالي چارو دې شرکتونو د ایران (بانک ملت) ته مالي خدمات ترسره کول.

د خزانې وزارت د وروستۍ پریکړې پر اساس ټول امریکايي وګړي او کمپنۍ له دې دواړو شرکتونو سره له معاملې کولو منع دي.

که چیرې دا مالي شرکتونه په امریکا پانګه ولري نو کنګل شوې ده .
XS
SM
MD
LG