د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ کب ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۵۷

په ایران کې د جون په ۱۴مه د ولسمشرۍ ټاکنې کیږي


په ایران کې د جون په څوارلسمه نیټه د ولسمشرۍ ټاکنې کیږي.

پرون په دې هیواد کې د کاندیدانو د نوم ثبتولو وروستۍ ورځ ووه او ویل کیږي، چې څلور نیم سوه کسانو ځانونه د ولسمشرۍ لپاره کاندید کړي دي.

د ایران (شوراي نګهبان) به چې د دوي د ستر مذهبي مشر علي خامنه اي له خوا د ګومارل شویو محافظه کارانو څخه جوړه ده ، په نورو لسو ورځو کې د کاندیدانو وروستی او تایید شوی لست خپور کړی.

خو شوراي نګهبان ته په استول شوي لست کې تر ټولو پياوړی کاندیدان څوک کیدلای شي؟

رپوټونه وايي، چې په کاندیدانو کې دوو تنو د ډيرو خلکو پاملرنه ځان ته اړولې ده چې یو یې پخوانی ولسمشر اکبر هاشمي رفسنجاني او بل د ولسمشر مرستیال رحیم مشايي دی.

اکبر هاشمي رفسنجاني او رحیم مشايي ځانونه د نوم ثبتونې په وروستۍ ورځ د ولسمشرۍ لپاره د کاندیدانو په لست کې شامل کړل.

هاشمي رفسنجاني له (۱۹۷۹-۱۹۸۷) میلادي کاله د ایران ولسمشر وو او په خلکو کې زیات پلویان لري .

خو رفسنجاني په ۲۰۰۹ (میلادي) کال کې د جمهور ریس محمود احمدي نژاد د بیا ټاکل کیدو پر ضد مظاهره کونکو د حکومت پر بندیزونو انتقادونه کړي وو.

له دې امله په ایران کې د حاکم رژیم سخت دریځي کړۍ د هغه په وړاندې چندان ښه نظر نه لري.

رفسنجاني اوس په ایران کې د اصلاح غوښتونکو لپاره یو ستر امید بلل کیږي او داسې انګیرل شوې چې د ده بری به د غربي نړۍ سره د ایران روابط ښه کړي.

خو د ډيرو خلکو په باور د رحیم مشايي بریالیتوب د جمهور ریس محمود احمدي نژاد د پالیسیو د دوام معنی لري. مشايي پرون د کاندید په توګه د نوم تر ثبتولو وروسته وویل چې د احمدي نژاد د حکومت د پالیسیو دوام د ځان مسولیت ګڼي .

جمهور ریس محمود احمدي نژاد هم پرون د خپل مرستیال او کاندید په ملاتړ کې وویل:

(مشايي یعنې احمدي نژاد ، احمدي نژاد یعنې مشايي. )

د احمدي نژاد دې څرګندونو د ایران په پارلمان کې پراخ انعکاس وکړ او یو شمیر منتقدینو یې ویلي چې جمهور ریس باید په دومره صراحت د یوه کاندید ملاتړ نه واي کړی.

د ایران د جمهوري ریاست لپاره ډيرو کاندیدانو د احمدي نژاد له کړنلارو سره مخالفت څرګند کړی او تقریبا ډيرو کسانو ویلي چې له غربي دولتونو سره به د تهران د لانجو د کمولو هڅې کوي.

د ولسمشرۍ لپاره یو بل په زړه پورې کاندید د ایران د اتمي پروګرام په اړه له نړیوالو سره د مذاکرو د هیات مشر سعید جلیلي دی.

جلیلي له ۲۰۰۷ (میلادي) کال راهیسې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا مشري کوي او د دې هیواد ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ای ته هم نږدې بلل کیږی.

داسې ویل کیږي چې د رفسنجاني او رحیم مشايي کاندیدۍ د محافظه کارو او د ایران ستر مذهبی مشر ته د وفادارو ډلو لپاره ستر چلنج مخکې کړی دی.
XS
SM
MD
LG