د جمهور رئيس ملي امنيت سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپتنا د ننګرهار له ګوشتې ولسوالۍ څخه د لیدنې پرمهال يې ژمنه وکړه، چې په دې سیمه کې به د امنيتي ځواکونو اړتیاوې پوره کړي.
د ننګرهار د والي مرستیال محمد حنیف ګردیوال ازادۍ راډيو ته وویل،چې د شنبې په ورځ ښاغلي سپنتا د خپل سفر پر مهال په ګوشتې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو ضرورتونه یاداشت کړل او ژمنه يي وکړه،چې د دوی ټولې اړتیاوې به پوره کړي.
ګردیوال وايي، چې د امنيتي ځواکونو وړاندیز د قطعاتو لوژستیکي ضرورتونو او په ځانګړې توکه د وسلو او مهماتو د کمبودات په اړه ول،چې تللي پلاوي ډاډ ورکړ،چې د دوی ټولې اړتیاوې به پوره کړي:
"د امنتيتي ځواکونو وړاندیزونه د دوی د قطعاتو د البسې،عایشې او همدا ډول د وسلو په اړه و،چې دوی درنې وسلې نه لري،چې دغه پلاوي دغه وړاندیزونه ټول نوټ کړل او ویی ویل، چې د امنیت شورا په غونډه کې به دوی پر وړاندیزونو غور وکړي او حل به يي کړي".
له ډاکټر رنګین دادفر سپنتا سره په دې سفر کې د دفاع او کورنيو چارو وزارت استازو هم برخه درلوده.
یاد پلاوي د خپل سفر پر مهال د ګوشتې ولسوالۍ له قومي مشرانو سره په لیدنه کې په دې ولسوالۍ کې د یو شمېر پروژو د پلي کيدو خبره هم وکړه،چې ددې ولسوالۍ په لرو پرتو سيمو کې د سړکونو جوړيدل هم په کې شامل دي.
له کله نه،چې په ګوشتې ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو او پاکستاني ملیشو ترمنځ شخړه په جګړې اوښتې ددې ولسوالۍ سرحدي سيمو ته د افغان چارواکو او ولسونو سفرونه هم ډير شوي دي.
شاه محمود شینواری ـ ننګرهار