د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۴

کارپوهان: د پاکستان نوى حکومت به نرمه پاليسي ولري


یو شمېر افغان کارپوهان هیله څرګندوي، چې په پاکستان کې د نوي حکومت له رامنځته کېدو سره به د افغانستان په اړه د دې هېواد پالیسي یو څه نرمه شي.

د چارو د پوهانو په باور، د پاکستان مشران غواړي د افغانستان په اړه په هر ډول پرېکړو کې برخه ولري.

د سیاسي چارو یو کارپوه وايي، د پاکستان پوځ او استخباراتي کړیو تر ډیره هڅه کړې چې؛ نوازشریف مسلم لیګ او د عمران خان ګوند (تحریک انصاف) ته په انتخاباتو کې د بریالیتوب لاره پرانیزي.

یو تن افغان کارپوه حاجي سید داوود هیله مند دی، چې په دې ټاکنو کې د مسلم لیګ نواز ګوند تر بریا وروسته به د افغانستان او پاکستان سوداګریزې اړیکې ښې شي، خو بیا هم د دې وېره شته چې، د پاکستان پوځي حکومت به د ملکي حکومت په چارو کې لاسوهنه وکړي، چې نوی حکومت به هم د تېر حکومت پر پله - پل کښېږدي.

حاجي سید داود د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې د پاکستان نوی حکومت ته په افغانستان کې څلور مسلې مهمې دي:

"د پاکستان نوی دولت به د افغانستان څلور مسالې په پام کې نیسي. په ۲۰۱۴م کال کې د افغانستان ریاست جمهوري انتخابات، له افغانستان څخه د نړېوالو ځواکونو وتل، د سولې خبرې اترې او په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو پوځي اډې.

اساسي مساله دا ده، چې په تېرو یوولسو کلونو کې پاکستان خپل اعتبار بایللی دی؛ اوس پاکستان د د ۱۹۹۰ کلونو په حالت کې نه دی چې په افغانستان هرڅه وکړای شي. خو د پاکستان نوی حکومت به په افغانستان کې د خپلو نظامیانو یو لاوډسپیکر وي."

راپورونه وايي، په ۱۹۹۲م کال کې کله چې نواز شریف د پاکستان صدراعظم و؛ په افغانستان کې یې له مجاهدینو سره ډېره مرسته وکړه، څو واک ته ورسیږي.

تر ډېره عام افغانان نوازشریف ته د یوه مشکوک سیاستمدار په سترګه ګوري او وايي چې، ده د واک په دوران کې افغان ملي اردو له منځه ولاړه.

د پاکستان په انتخاباتو کې د مذهبي ګوندونو، سربېره پیپل ګوند، مسلم لیګ نواز، عواملي نشنل او په بلوچستان کې ملتپالي ګوندونو د زیاتو څوکیو د لاس ته راوړلو په تمه دي.

د پاکستان د طالبانو تحریک په تیرو څو اونیو کې د مهاجر پر قومي غورځنګ، پیپل ګوند، عوامي نشنل ګوند او یو شمېر نورو ګوندونو بریدو کړي دي، څو غړي یې ونه شي کړای په پارلمان کې کرسۍ ترلاسه کړي.

د سیاسي چارو بل افغان کتونکی "رشید وزیري" وايي؛ که په پاکستان کې هر څوک واک ته ورسیږي له پخوانه به یې له افغانانو سره اړیکې یوڅه ښې وي.

وزیري وايي، چې نواز شریف د خپلې سوداګرۍ په خاطر هم غواړي له افغانستان سره اړېکې ښې وساتي:

"نواز شریف یو سوداګر دی، دی د خپل سوداګرۍ او ګټو لپاره هم دې ته اړتیا لري، چې له افغانستان سره یې روابط حسنه وي او همداسې له هندوستان سره.

د دې هیله شته، چې نواز شریف به له افغانستان او د افغانستان له لارې منځي اسیا ته د سوداګرۍ په نوي سیاست غور وکړي."


په پاکستان کې تیر پنڅه کاله پیپل ګوند په واک کې و چې؛ اصف علي زرداري او د هغه زوی بلاول بوټو یې مشري کوي.

په لومړي سر کې یې د افغانستان له حکومت سره اړیکې یوڅه ښې وې؛ خو په وروستیو کې خرابې شوې.

دا د پاکستان په ۶۶ کلن تاریخ کې لومړی ځل دی چې؛ یو ملکي حکومت بل حکومت ته د سولې په فضا کې لېږدول کیږي. خو دا انتخابات له ډېرو امنیتي ګواښو سره مخ و.

راپور: محمد عارف لودین
XS
SM
MD
LG