د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۴

پاکستان کې د ملي انتخاباتو بهیر پای ته ورسید


پاکستان کې دملي انتخاباتو بهیر دځينې سیاسي ګوندونو په احتجاج، تشدد پيښو او دیوشمیررای ورکوونکیو په مرګ ژوبلې سره پای ته ورسید.

د رای اچونې بهیر، چې دسهار پراتو بجو پيل شوی و له ځنډ پرته دمازیګر تر شپږو بجو روان، چې د تیر په نسبت زیات شمیر خلکو پکې رايې واچولې.

د خلکو زيات ګډون:

د انتخاباتو کمیسیون د تحریک انصاف، پيپلزګوند، مسلم لیګ نون او یوشمیر نورو ګوندونو په غوښتنه د ټاکنو وخت، چې دمازیګر پنځه بجې ټاکل شوی و تر شپږو بجو پورې وغزاوه.

د دغه کمیسیون مرستیال اشتیاق احمد چې په اسلام اباد کې يې خبري غونډې ته وینا کوله که څه هم د رای ورکوونکیو د دقیقې فیصدي په باب څه ونه ویل، خو په مجموع کې يې دغه شمیره د پخوانیو انتخاباتو په نسبت د پام وړ زیاته وبلله.

ناامني او اعتراضونه:

د انتخاباتو په دوران کې په کراچۍ کې د عوامي نیشنل ګوند دیوه کاندید پر دفتر بمي چاودنه کې یوولس تنه وژل شوي، بلخوا په مردان کې په یوه ورته پيښه کې درې تنه رای ورکوونکي ټپيان شوي دي.

په کراچۍ کې دجماعت اسلامي، مهاجرقوومي غورځنګ او سني تحریک انتخابات له درغلیو ډک بللي او بایکاټ یا پریکون يې اعلان کړ.

دغو ګوندونو پر متحده قومي تحریک یاMQM تور لګولی، چې ډیری انتخاباتي مرکزونه يې په زروه نیولي او دنورو ګوندونو غړي يې رای اچولو ته ندي پریښي.

دغو ګوندونو د کراچۍ او حیدراباد په ټولو حوزو کې د بایکاټ اعلان کړی او پر خپلویانو يې غږ وکړ، چې رای دې نه اچوي.

د نوازشریف مسلم لیګ ګوند هم د کراچۍ انتخابات له درغلیو ډک وبلل او د نتایجو له منلو يې انکار وکړ.

بلخوا په بلوچستان کې د جمهوري وطن ګوند مسوولین هم له انتخاباتو بایکاټ اعلان کړی او تور يې پورې کړی چې د کوټې په ګډون په ډيری سیمو کې ددوی پلویان رای ورکولو ته ندي پریښوول شوي.

پاکستانیانو نن دملي شورا یا قومي اسمبلۍ د ۲۷۲ انتخابي څوکیو له جملې د ۲۶۸ هغو، د څلورو صوبو د ۵۷۷ او قبائلي سیمو د دولسو انتخابي څوکیو لپاره رای واچولې.

د ملي پارلمان د درېيو حوزو ټاکنې دکاندیدانو دمړینې یا خراب امنيتي وضعیت له وجې تر نامعلومې مودې ځنډول شوي دي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د معلوماتو له مخې دکراچۍ له ځينې سیمو پرته په ټول پاکستان کې درای اچولو بهیر پای ته رسیدلی او ډاډ يې ورکړی چې نهايي نتایج به ترسباسهاره اعلان شي.

مجیب الرحمان انګار
XS
SM
MD
LG