په بلوچستان کې د يوه خپلواکي غوښتونکي سازمان له خوا د مارچ له نهمې تر يوولسمې د انتخاباتو په ضد بشپړ کاربنديز اعلان شوى او د کوټې په شمول اکثره بلوڅي ښارونه له پرونه راهيسې تړلي دي.
سبا چې په پاکستان کې عمومي ټاکنې کېدونکې دي، په دې ايالت کې د ناامنۍ له امله خلک اندېښمن دي او نن هم په کوټه کې د پيپلز ګوند پر انتخاباتي دفتر باندې بمي بريد شوى چې پينځه تنه پکې ټپيان شوي دي.
د شنبې په ورځ چې په پاکستان کې به خلک رايې ورکوي، د بلوچ نېشنل فرنټ په نامه د خپلواکي غوښتونکيو سازمانونو يوې اتحاديې د مې له نهمې تر يوولسمې پورې بشپړ کاربنديز او د موټرو پر تګ راتګ بنديز اعلان کړى دى. دې سازمان د پنجشنبې په ورځ پخپله يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې دوى له پارلماني سياست سره مخالفت دي، ځکه چې وايي دغه انتخابات بلوڅانو ته هيڅ ګټه نه لري، ځکه هڅه کوي چې دغه انتخابات ناکامه کړي
د کاربنديز له امله د پنجشنبې او جمعې په ورځ د کوټې ښار اکثر لوى او کوچني کاروباري مرکزونه تړلي وو او د ايالت په جنوبي بلوڅي سيمو مستونګ، کلات، خضدار، حبو تربت، پنجګور، پسني، ګوادر، آواران، خاران او نوشکي سيمو کې هم بازارونه په پشپړه توګه تړلي وو. همدارنګه د کوټې او کراچۍ تر منځ، د کوټې او سيوۍ تر منځ او د کوټې او ايران تر منځ پر لويو سړکونو هم تر عادي حالت د موټرو تګ راتګ کم وو. په کوټه کې د کاربنديز له امله خلکو ته ستونځې ور پېښې وې
د کاربنديز تر څنګ د پنجشنبې په ورځ ورځنۍ ورځپاڼې هم نه تر سترګو کېدې. په بلوچستان کې د ورځپاڼو د وېشلو ټولنه وايي دوى ته د نامالومو کسانو له خوا ګواښ شوى وو چې د انتخاباتو تر ورځو پورې ورځپاڼې ونه وېشي.
دا دويم ځل دى چې په بلوچستان کې د بلوڅو خپلواکي غوښتونکي سازمانونه د پاکستان له عمومي ټاکنو سره په مخالفت کې د انتخاباتو مخه نيسي او خلک هم نه پرېږدي چې په دغو ټاکنو کې برخه واخلي. دا ځل هم وار له مخه له د دغو سازمانونو له خوا په کوټه او اکثرو بلوڅي سيمو کې د انتخاباتو پر دفترونو او کانديدانو باندې لسګونه بريدونه وشول.
د جمعې په ورځ هم د کوټې پر بروري سړک باندې د پاکستان پيپلز ګوند پر يوه انتخاباتي دفتر باندې بمي بريد وشو چې پينځه تنه پکې ټپيان شول. هلته د ډېره بګټي په سويي سيمه کې هم وسلوالو درې ښوونځي په بمونو الوځولي دي. لېويز پوليس له دغو ښوونځيو څخه به د انتخاباتو په ورځ د رايې ورکولو د مرکزونو په توګه کار اخيستل کېده.
د پاکستان د انتخاباتو کميسون وايي د بلوچستان ټولو سيمو ته يې د رايې ورکولو پاڼې رسولې دي، خو دا چې د انتخاباتو مرکزونو ته په خلک وکولاى شي په ازادۍ سره ورشي او خپلې رايې واچوي که څنګه، په دې اړه خلک د احتمالي خطر د پېښېدو له امله زړه نا زړه دي.
راپور:- بارکوال مياخېل- کوټه