له معلولینو څخه د ملاتړ په هدف د ویلچربایسکل ځغلونې سیالۍ د چهارشنبې په ورځ په کابل کې ترسره شوې.
دا سیالۍ د سره صلیب د نړیوالې کمیټې د فعالیتونو د 150 مې کلیزې په مناسبت وشوې او ګڼ شمیر معلولینو په کې برخه اخیستې وه.
د المپیک د ملي کمیټې چارواکو دا ډول سیالۍ د معلولو لوبغاړو د هڅونې کې لپاره ګټورې وبللې.
د ویلچیر بایسکل ځغلولو په دې سیالیو کې چې د پنځو ولایتونو شلو لوبغاړو برخه اخیستې وه صفي محمد نوري لومړی مقام وګاټه.
د ویلچربایسکل ځغلونې دا سیالۍ د معلولو کسانو د ملاتړ او د سره صلیب د نړیوالې کمیټې د فعالیتونو د 150 مې کلیزې په مناسبت د کابل په غازي سټډیوم کې د یوې ورځې لپاره وشوې.
صفي محمد نوري چې د نورو معلولو لوبغاړو تر منځ یې لومړی مقام ترلاسه کړ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې له دولت او المپيک څخه د لازیاتې همکارۍ غوښتنه کوي:
(ډېر د خوښۍ احساس کوم چې نن مې د پنځو ولایتونو تر منځ لومړۍ مقام ګټلی زه غواړم چې د ژوند تر پایه مې دا سپورټ ترسره کړم او د افغانستان پر افتخاره بیرق په نړۍ کې جګ کړم.)
د افغانستان د المپيک ملي کمیټې چارواکې وايي چې له ملي او نړیوالو ادارو سره په همغږۍ د ورته سیالیو د ترسره کولو په هڅه کې دي څو معلولین د سپورټ بیلابیلو څانګو ته وهڅیږي.
د سره صلیب د نړیوالې کمیټې ویاند حسیب رحیمی هم ازادي راډیو ته وویل چې دوی تل معلول لوبغاړي ورزش کولو ته هڅولي او دا اداره له معلولو لوبغاړو سره د لا زیاتې همکارۍ په هڅه کې دی:
(د سره صلیب نړیوالې کمیټې په رسمي توګه د باسکټبال لوبه د ویلچر بایسکل په واسطه د معلولینو تر منځ د هیواد په کچه پیل کړه او نن نږدې 200 کسان چې معلوله دي د باسکتبال او والیبال په لوبو بوخت دي.)\
د سره صلیب نړیواله کمیټه په 1863 میلاډي کال کې په جینیوا کې د هانري دونانت له خوا رامنځته شوه اودا مهال دې کمیټې پورې اړوند یو سل اوه اتیا ټولنې په نړۍ کې فعالیت لري.
دا کمیټه سپورټ کولو ته د معلولو کسانو د هڅونې تر څنګ په افغانستان کې له څو کلونو راهیسې جنګ ځپلو خلکو ته د مرستې رسولو او له معلولینو څخه د ملاتړ په برخه کې هم کار کوي.
صفي الله ستانکزی