د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۴۰

"د تورخم دروازه به د جمعې له ماښامه د یکشنبې تر سهاره تړلې وي"


د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د می یوولسمې پارلماني انتخاباتو لپاره د امنيتي پلان په ترڅ کې د درېيو ورځو لپاره په ټول پاکستان کې او یوه ورځ له افغانستان سره پر ګډه پوله د افغانانو پرتګ راتګ بندیز لګولی.

امنیتي سرچینې وايي، شنبې د می یوولسمه، چې د پارلماني و ولایتي شوراګانو د انتخاباتو ورځ اعلان شوې ټوله ورځ به د تورخم دروازه تړلې وي.

په تورخم کې د سرحدي پولیسو یوه افسر، چې نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي په تیلیفون ازادۍ راډیو ته وویل، چې له عاجلو ناروغانو پرته هیچا ته به پاکستان ته د ننوتو اجازه نه ورکول کيږي:

"موږ ته امر شوی، چې کله د جمعې پر ماښام دروازه وتړل شي نو د یکشنبې تر سهاره به یې نه خلاصوو، یواځې هغو ناروغانو ته به اجازه ورکول کیږي، چې صحي حالت يې ښه نه وي او عاجلې درملنې ته اړتیا ولري. نور به هیچا ته دتګ راتګ اجازه نه ورکول کیږي، هغه که پاسپورټ ولري او یا بې پاسپورټه."

دغه افسر وايي، د تورخم دروازه به د جمعې له ماښامه د یکشنبې تر سهاره تړلې وي، همدا راز امنیتي ځواکونو ته امر شوی، چې له فرعي لارو داخلیدونکي افغانان دتورخم- پيښور پر لویه لاره ونیسي او بیرته يې افغانستان ته ولیږي.

په عین حال کې د کورنیو چارو وزارت دامنيتي پلان له مخې پاکستان کې میشتو افغان کډوالو ته خبرداری ورکړل شوی، چې سر له ننه دې د درېيو ورځو لپاره له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

د کورنیو چارو وزارت پر افغانانو غږ کړی، چې دپنجشنبې، جمعې او شنبې په ورځ دې بیزایه تګ راتګ نه کوي او په خپلو کورونو کې دې واوسي.

د کډوالو په چارو کې دملګرو ملتونو دادارې دمعلوماتو له مخې دامهال څه باندې شپاړس لکه راجستر شوي او لکونه نور افغانان په پاکستان کې ژوند کوي، چې تر یوملیون زیات يې په خیبرپښتونخوا کې دیره دي.

دغې ادارې همداراز د د پنځو ورځو لپاره یعنې دمۍ تر دیارلسمې دراجستر شویو افغان کډوالو دبیرته ستنیدو پروګرام هم ځنډولی دی.

UNHCR او په اسلام اباد کې د افغانستان لوی سفارت هم د اعلامیو په صادرولو سره له افغان کډوالو غوښتي، چې مروجه قوانین دې په پام کې ونیسي او بیځایه تګ راتګ دې نه کوي.

پاکستان کې دخراب امنیتي وضعیت له مخې په ځانګړو ورځو کې دتورخم دروازه تړل کیږي او هم په ښارونو کې د افغانانو پرتګ راتګ بندیز لګول کیږي.

مجیب الرحمان انګار
XS
SM
MD
LG