د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري نن په مسکو کې له جمهور ریس ولادیمیر پوتین او یو شمیر نورو لوړ رتبه روسي چارواکو سره ګوري.
ټاکل شوې چې د دوي د خبرو تمرکز به په سوریه کې پر روانو حالاتو او له تروریزم سره د مبارزې پر څرنګوالي وي.
دواړه لوري به د یو شمېر نړېوالو مسایلو په ګډون په روسیه کې د بشري حقونو د وضعیت، د تجارتي اړیکو پر پراختیا، د شمالي کوریا او ایران د اتمي پروګرام پر خطرونو خبرې وکړي.
د امریکا د بهرنیوچارو وزیر به نن په مسکو کې له جمهور ریس ویلادیمیر پوتین سره پر نورو نړیوالو مسایلو سربیره په افغانستان کې د امنیتي مسولیتونو د انتقال پر پروسه هم خبرې وکړي خو په دې اړه زیات جزیات نه دي ورکړ شوي.
مسکو ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر دا لومړۍ رسمي سفر د ولادیمیر پوتین له حکومت سره د اړیکو د ښه کولو لپاره د بارک اوباما د ادارې د هڅو یوه برخه ګڼل کیږي.
جان کري تیره اونۍ روسیې ته د خپل سفر تر اعلان وروسته خبریالانو ته وویل :
"زه به راتلونکې اونۍ روسیې ته ځم او زما په باور د دې سفر وخت را رسیدلی وو. زه دې سفر او په ځانګړي توګه له سوریې تر ایرنه د ډيرو مسایلو په اړه خبرو ته هیله مند یم."
د امریکا د بهرنیوچارو وزیر به نن د روسیې له ولسمشر او د بهرنیوچارو له وزیر سره په خپلو کتنو کې د روسیې پر حکومت فشار راولي څو د سوریې له رژیم څخه ملاتړ بند کړي.
د سوریې په روان بحران کې د کیمیاوي وسلو د کارول کیدو په اړه د امریکا د استخباراتو د ادارو څيړنو ته په پام، د امریکا د بهرنیوچارو وزیر ښايي د دپلوماسۍ له لارې د سوریې د بحران د حل امکان د له منځه تللو په حال کې وبولي.
په تیره یوه کال کې د امریکا متحدو ایالاتو هڅه کړې چې پر روسیه فشار راولي او د بشارالاسد د رژیم له ملاتړ څخه لاس اخیستلو ته یې قانع کړي خو روسیې غوږونه کاڼه اچولي او په شدت د هر داسې اقدام مخالفت کوي چې د سوریې په چارو کې بهرنۍ مداخله ګڼل کیدلای شي.
د امریکا په جورج مسون پوهنتون کې د منځني ختیځ د روسیې د پالیسۍ متخصص مارک کاتز وايي چې روسیې ته د جان کري د سفر په جریان کې د کومې سترې پریکړې امکانات ډير کم دي،ده وویل :
"زما په فکر د جان کري ډيره لاس ته راوړنه دا کیدلای شي چې ښايي روسان د امریکاییانو او د هغوی کارونو په وړاندې په دومره لوړ اواز مخالفت څرګند نه کړي.
ښايي د امریکا لپاره به تر ټولو ښه انتخاب دا وي چې روسیه د امریکا او غربي متحدانو پر ضد د بشار الاسد له رژیم سره مرسته ونه کړي. حتی که روسان د بشار الاسد د دوام توقع هم ونه لري نه غواړي چې داسې څرګنده شي چې هغوي د خپل یوه متحد په ځپلو کې همکاري کوي.
[روسیه غواړي] چې په سوریه کې د هرې ممکنې ګډوډۍ پړه پر غربیانو واوړي."
روسیې ته د امریکا د بهرنیو چارو دوزیر دا سفر د امریکا په باسټن ښار کې د وروستیو بمي چاودنو تر اغیز لاندې دی.
په امریکا کې د دې چاودنو تور پر دوو چیچني هلکانو ولګول شو چې د امریکا او روسیې ترمنځ یې له تروریزم سره پر مبارزه د بیا غور کولو اړتیا پيدا کړې ده.
یو شمیر کارپوهان وايي چې د باور نشتوالي او بیروکراسۍ مخکې هم د مسکو او واشنګټن ترمنځ د استخباراتي معلوماتو د شریکولو هڅې محدودې کړې وې او په راتلونکې کې هم ښايي همداسې پاتې شي.