د ننګرهار د ولایتي او ملي شورا غړو په ګډه په دې ولایت کې له قومي مخورو،استادانو او د بیلابیلو ټولنو له مسولینو سره درې ورځې پرله پسې غونډې وکړې او یکشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې راڅرګند شول او د ننګرهار د اوسني وضعیت په اړه يې په ګډه یو پریکړه لیک خپور کړ.
دغه پریکړه لیک د ولسي جرګې مرستیال میرویس یاسني ولوست، چې په کې راغلي:
«له دولت څخه هیله من یو،چې د ننګرهار ولایتي ادارې په اړه دې جدي تصمیم ونیول شي،چې د ولسونو تشویشونه له منځه لاړ شي او دې ولس ته دې د قانون د حاکمیت،شفافیت قناعت ورکړل شي. که چېرې مرکزي دولت په دې برخه کې جدي تصمیم ونه نیوه،نو راتلونکی مسولیت به يې پر مرکزي دولت وي».
د ولسي جرګې غړي حاجي ظاهر قدیر او د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلیمیار هم ټینګار وکړ،چې دوی به د ولسمشر راتلونکې پریکړې پورې صبر کوي او که چيرې راتلونکې پریکړه د دوی د غوښتنو پر بنسټ ولاړه نه وه،نو دوی به خپل مدني حرکتونو ته ادامه ورکړي.
فضل هادي مسلیم یار:
«زه باوري یم،چې موږ له ولسمشر سره دا مسئله شریکه وو او زه ډاډه یم،چې رييس جمهور به د ننګرهار د خیر لپاره موږ ته مثبت ځواب راکړي“
حاجي ظاهر قدیر:
”اوس د مشرقي د اتفاق او اتحاد لپاره موږ دې نتیجې ته ورسیدو،چې له ولسمشر سره وګورو،هغه زموږ مشر دی خو که بیا هم که ولسمشر موږ ته مثبت ځواب رانکړ بیا به یو جدي تصمیم نیسو هغه تصمیم به شخصي نه وي بلکي د ولسونو به وي».
د ژورنالستانو د دې پوښتنې په ځواب کې،چې دا حرکت به خپله د دوی د ځان په اړه څومره ګټور وي، ده وویل،چې په تېر کې به له دوی څخه هم ځينې تېروتنې شوي وي،ولې ټولو په ګډه د راتلونکي په اړه د ننګرهار ولس ته ډاډ ورکړ،چې دوی به د ننګرهار د اصلاح او پرمختګ لپاره هڅې کوي.
د ننګرهار د والي پر وړاندې دغه حرکت داسې مهال لویه بڼه غوره کوي،چې شاوخوا شل ورځې وړاندې د ولسي جرګې د غړي حاجي ظاهر قدیر په مشری د ننګرهار له بیلابیلو ولسوالیو څخه په زرګونو خلکو د والي پرضد مظاهرې وکړي او د والي د لرې کیدو غوښتنه يي کوله.
د دوی د مظاهرو هغه حرکت اوس په خبرو اترو بدل شوی او دادی،په دې حرکت کې اوس د ولسي جرګې،مشرانو جرګې او ولایتي شورا یو شمېر غړي هم برخه لري.
راپور: شاه محمود شینواری ـ جلال اباد