د کونړ والي سید فضل الله وحیدي په کونړ کې مېشتو افغان ځواکونو ته امر وکړ چې که چېرې له پولې هاخوا او یاهم له داخل څخه پرې څوک یو ډز کوي دوى دې پرې دوه ډزه وکړي او د خپلو خلکو او خاورې دفاع دې وکړي.
د کونړ والي وروسته له هغه خپلو ځواکونو ته امر کوي چې تېره ورځ د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ جنګ وشو.