دا د هغو سلګونو قهرجنو مظاهرچيانو شعارونه دي چې نن يې د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې د پاکستان پر ضد ورکول .
دغو مظاهرچيانو چې خپله مظاهره يې د ډلونو په غږولو بدرګه کوله دا هم ويل چې دوی به تر هغو د خپلې خاورې څخه دفاع کوي چې تر کومې پورې ګاونډيو هيوادونو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.
دوی د دې ترڅنګ چې د پاکستان پرضد شعارونه ورکول د افغان امنيتي ځواکونو د ستاينې او ملاتړ شعارونه هم له ځانه سره لېږدول .
مظاهره چيانو د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځي پوستو د را مخ ته کېدو غندنه او له خپلې خاورې د دفاع چيغې او نارې وهلې خو ترڅنګ يې د افغان امنيتي ځواکونو په ځوابيه بريد خوښي څرګندوله :
”د دې له پاره راوتلي يو چې پاکستان له خپلو حدودو را اوړېدلي دي، موږ به مظاهرې کوو، چې پاکستان خپل حد وپېژني او پاکستان ته يوه خبره کوو چې که ته اټم بم لرې موږ تاسره په تشو لاسو هم جنګيږو او خپلې خاورې دفاع به کوو“
بل تنه وويل:
” موږ د خپلو عسکر و ملاتړ کوو او د افغانستان نه به دفاع کوو، او موږ مظاهره د همدې له پاره کړې ده، چې افغانان نور ونه غوليږي او له خپلې خاورې دفاع وکړي“
مظاهره چيانو چې له ځان سره يې د پاکستاني حکومت له خوا د دوی پر خاوره د تيري پر ضد ليکلي شعارونه لېږدول، هيله څرګندوله چې که پاکستان پر ضد د جګړې ليکې ته وبلل شي ، ښايي پرته له کوم امتيازه پکې ګډون وکړي .
مظاهره چيانو په وسلوالو ډلو هم تور پورې کړ چې د هيواد د اشغال له پاره يي د ګاونډويو هيوادونو لاس وهنې ته زمينه برابره کړې او يوازې د بهرنيو ځواکونو راتګ ته د اشغال په سترګه ګوري.
په پکتيا کې خلک په داسې حال کې د پاکستان په ضد او افغان امنيتي ځواکونو په ملاتړ لاريون کوي چې په دې وروستيو کې په افغان خاوره د پاکستان له خوا په ننګرهار او کونړ ولايتونو کې تېری شوی او پاکستاني پوځ خپلې پوځې پوستې له ډېورنډ ليکې افغان لوري ته اړولې دي.