دپنجشنبې په ورځ له غرمې مخکې دلوګر مرکز پل علم اړوند دبابوس په کلي کې دبمي چاودنې له کبله اته تنه سیمه ییز پولیس وژل شوي دي .
دلوګر ولایت دامنیه قوماندانۍ دامنیت امر سمونوال رئیس خان صادق د ازادۍ راډیو مشال څانګې ته وویل:
”زموږ د سیمه ییزو پولیسو یو رینجر موټر دګزمې په حالت کې وو چې یو ماین پرې منفجر شو او اته تنه سیمه ییز پولیس پکې ووژل شول او پدې کې دطالبانو یو مشهور قوماندان هم وژل شوی ، چاودنه دپل علم مربوط د بابوس په کلي کې رامنځته شویده. مخالفینو دبم له چاودنې وروسته ډزې وکړې چې دمتقابلو ډزو په پایله کې دطالبانو دا قوماندان ووژل شو“
دلوګر ولایت دامنیه قوماندانۍ دامنیت امر وویل ،چې دا د افغان او نړیوالو ځواکونو ګډه ګزمه وه چې وروسته دنړیوالو ځواکونو الوتکې هم دپیښې ځای ته راغلې.
وسلوالو طالبانو دیادې بمي چاودنې مسوولیت پرغاړه اخیستی او ویلي يې دي ،چې پدې چاودنه کې 7تنه اربکیان ووژل شول او وروسته امریکايي الوتکو بمبار هم وکړ،چې 5 تنه نور اربکیان هم پکې ووژل شول ،خو دلوګر امنیتي چارواکي دا ادعا په کلکه ردوي.