افغانستان او فنلیڼد خپلو کې د دوشنبې په ورځ د اوږدمهالې همکارۍ موافقه لاس لیک کړه.
د ولسمشر د ویندوی دفتر په یوې خبر پاڼې کې ویلي دي چې دا سند فنلینډ ته ولسمشر کرزي د سفر پرمهال د هغه هیواد له صدراعظم سره لا سلیک شو.
ددې موافقې په یوه برخه کې راغلي دي چې فنلینډ به له ۲۰۱۴ م کال وروسته د لسو کلونو په موده کې په افغانستان کې دیرش میلونه یورو په پراختیايي پروژو ولګوي.
په پراختیايي پروژو کې مرسته، د افغان امنیتي ځواکونو په روزنه کې همکاري، د سولې له بهیره ملاتړ، او د پوهنې په برخه کې مرسته د فنلینډ او افغانستان تر منځ د اوږد مهالو همکاریو په موافقه کې مهم ټکي دي.
د دواړو هیوادونو مشرانو دا سند د دوشنبې په ورځ د هلسنکي په ښار کې لاسلیک کړ.
د اوږد مهالو همکاریو ددې سند له مخې به افغانستان او فنلینډ په سیاسي، امنیتي، اقتصادي، پراختیايي او همدارنګه د حکومتدارۍ، د قانون د پلي کیدو، او سیمه ییز مشارکت په برخو کې همکاري کوي.
ولسمشر کرزی د همدې سند د لاسلیک لپاره هلسنکي ته تللی او پرون غرمه یې د فنلینډ له صدراعظم یرکي کتاینن سره دا سند لاسلیک کړ.
په دې سفر کې له ولسمشر کرزي سره د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول، او د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا او ځینې نور افغان چارواکي ملګري دي.
د دې سند له لاسلیک وروسته ولسمشر کرزي د خپل فنلینډي سیال وینمو نینیستو سره په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته څرګندونې وکړې.
په پراختیايي پروژو کې په راتلونکو لسو کلونو کې د دیرش میلونه ایرو د لګولو د ژمنې سربیره فنلینډ منلې ده چې د ښونکو د روزنې په برخه کې به د افغانستان د پوهنې له وزارت سره مرسته کوي.
ولسمشر حامد کرزي ویلي دي چې ددې سند په لاسلیکولو سره د افغانستان او فنلینډ په اړیکو کې یو نوی باب پرانیستل شو. نوموړې همدارنګه له فنلینډي سوداګرو او پانګوالو وغوښتل چې په افغانستان کې په بیلابیلو برخو کې پانګونه وکړي.
د فنلینډ ولسمشر ویلي چې د هیواد پانګوال یې لیواله دي چې په افغانستان کې په بیلابیلو برخو کې پانګونه وکړي نوموړې له دې برخو یوه هم د ټیکنالوژۍ برخه یاده کړه.
نوموړی وویل دا تړون به له افغانانو سره مرسته وکړي چې د همدې مرستو څخه په ګټې ښه راتلونکی ولري.
د فنلینډ ولسمشر ټینګار وکړ چې د فنلینډ خلک او پارلمان د افغانستان ملاتړ کوي او نه غواړي چې په دې هیواد کې د تیرو لسو کلونو بریاوې له خطر سره مخ شي.
د فنلینډ ولسمشر د خپل افغان سیال د هغې غوښتنې په ځواب کې چې فنلینډ دې د افغان ځواکونو د تجهیز او روزنې په برخه کې همکاري وکړي ژمنه وکړه چې هیواد به یې د افغان امنیتي ځواکونو په تجهیز او پیاوړتیا کې مرسته وکړي.
په دې تړون کې د فنلینډ حکومت د افغانانو په مشرۍ په افغانستان کې د سولې د بهیر ملاتړ هم په ډاګه کړی دی.
د ولسمشر د ویندوی دفتر په یوه بله جلا خبرپاڼه کې وايي چې ولسمشر کرزي د د فنلیند د پارلمان له مشر ایرو هینا لوما، د پارلمان د نړیوالو اړیکو د کمیتې له رییس تیمو سویني او د پارلماني ډلو له استازو سره هم د دوشنبې په ورځ کتلي.
د افغانستان حکومت تر اوسه پورې د امریکا له متحدو ایالتونو، بریتانیا، جرمني، فرانسې، هند، ناروي او فنلینډ سره د اوږدمهالو همکاریو سندونه لاسلیک کړي دي. خو د اوږدمهالو امنیتي همکاریو د سند په اړه د افغان او امریکايي چارواکو ترمنځ خبرې اترې لا هم روانې دي او تمه ده چې ددې خبرو اترو څلورم پړاو به هم زر تر زره پیل شي.