د یوزرو درې سوه یواویایم لمریز کال د ثورله اتمې نیټې څخه یوویشت کاله تیریږي.
د ثور اتمه چې د افغانستان په تاریخ کې پر شوروي پلوه حکومت د مجاهدینو د بري د ورځې په توګه درج شوې ده؛ له یوزرو درې سوه یواویایم لمریز کال راپدېخوا د هېواد په مرکز او ولایتونو کې په غونډو او جشنونو سره نمانځل کېدله.
خو سږکال په کابل ښار کې د دې ورځې د نمانځلو هېڅ نښې نښانې نه لیدل کیږي.
سره له دې چې دا ورځ د حکومت له خوا عمومي رخصتي اعلان شوې؛ خو په ښار کې د خلکو او موټرو ګڼه ګوڼه کمه، لارې، سړکونه او واټونه د نورو ورځو په نسبت تش او ساړه ښکاري.
ځیني خلک وایي، جهادي مشرانو د خپلې واکمنۍ په موده کې د خلکو او هېواد هیلې په پام کې ونه نیولې او د خدمت جوګه نه شول، د همدې له امله یې زړونه مات له لمانځلو سره یې علاقه نه لري.
د کابل ښار اوسیدونکی نجیب اله ازادي راډیو ته وویل:
"جهادي مشرانو ځانونو ته په دوبۍ، اروپا کې کورونه او ژوند جوړ کړ؛ د ښار په هره سیمه کې یو بلند منزل د دوی دی، د قدرت په وخت کې یې د څوکۍ پرسر خپلو جنګونه وکړل؛ په لسګونو زره خلک یې ووژل، اوس یې ژوند جوړ دی، هغوی د واقعي مجاهدینو هیڅ پروا هم نه کوي؛ د همدې له امله مایوس دي او د دې ورځې له نمانځلو سره چندان علاقه نه ښيي."
د ښار بل اوسیدونکی اختر ګل وایي، د جهادي تنظیمو خپل مینځي جنګونه چې وریاد شي؛ په اوسنی وضعیت شکر باسي:
"په مکه کې یې قسمونه وکړل، خو چې کابل ته راغلل، د قدرت جنګ یې شروع کړ، په هرځای کې بیله بیله پاچاهي وه، جهاد یې هېر کړ او د پیسو په ټولولو اخته شول، زه وایم که خارجیان لاړ شي او د کرزي حکومت ړنګ شي بیا به د تنظیمو مشرانو جنګ شروع کړي او اولادونه به مو په کی تباه شي، خلک له دوی نه ښې خاطرې نه لري."
په افغانستان کې د مجاهدینو د اسلامي حکومت لومړی ريیس صبغت اله مجددي و.
د دې حکومت له جوړېدو لږه موده وروسته د جهادي تنظیمو ترمنځ خپل مینځي جنګونه ونښتل چې؛ یوازې په کابل ښار په کی کابو اویا زره ملکي خلک ووژل شول.
د دې ژریم پلویان وایي، افغان مجاهدینو د شوروي ځواکونو پرضد اوږده مبارزه کړې، مهاجرت ته اړ شوي، په لسګونوزره یې شهیدان شوي او هېواد یې د قرباینو په ورکولو د پردي له اشغاله ازاد کړی دی.
دوی وایي، د ثوراتمه د دوی ویاړ دی او باید هرکال په ښه توګه ونمانځل شي.
د ولسي جرګې غړی او جهادی شخصیت محمد اکبري وایي:
"د ثور اتمه د افغانستان د مجاهدینو د شهادت او قربانیونښه ده، مجاهدینو په مبازره سره وطن له اشغالګرو ازاد کړ؛ موږ په دې ورځ ویاړو او د افغانستان هرمسلمان ته په کار ده، چې دا ورځ ونمانځي او ویاړ پرې وکړي."
افغان حکومت دا ورځ څو کاله په مسلسله توګه په غونډو او جشنونو سره ونمانځله. خو کله چې په دوه زره اتم میلادي کال کې د دې ورځې د نمانځلو پر مراسمو راکټونه ولګیدل، له هغې ورځې وروسته د حکومت له خوا یوازې د یوې مختصرې غونډې په بڼه د ځانګړو شخصیتونو په ګډون نمانځل کیږي.
خو سږکال حکومتی چارواکو هم د دې ورځې د نمانځلو په هکله رسنیو ته هم خبر نه دی ورکړی.
راپور: خان محمد سیند