د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۳۲

"سوله غواړو، خو د پردې ترشا پټې لوبې نه شو منلای"


د افغان حکومت د کابیني ځینو غړو او د اپوزیسیون ځینو مشرانو د ولسمشرۍ پر راتلوونکو ښو انتخاباتو ټینګار وکړ.

دوي د جمعې په ورځ د غويي د اتمې یا د مجاهدینو د بریا د لمانځلو په یوه غونډه کې د افغانستان د سولې پر بهیر هم خبرې وکړې، د ملي ائتلاف مشر وویل، چې دوي سوله غواړي خو د پردې ترشا پټې لوبې نه شي منلای.

په دې غونډه کې د 2014 کال پر حالاتو هم خبرې وشوې او د حکومت د اپوزیسیون په باور، چې دغه کال د افغانستان د پرمختګ، عدالت او اداري فساد د ختمېدو کال دی.

د افغان حکومت د کابینې ځینو غړو او د اپوزیسیون ځینو مشرانو د سولې پر رڼو هڅو د ټینګار ترڅنګ د جمهوري ریاست راتلوونکي انتخابات مهم بولي او په انتخاباتو کې د خلکو د پراخ ګډون غوښتنه کوي.

دوې چې د جمعې په ورځ د غوايي د 8 مي یا د مجاهدینو د بریا د لمانځلو په یوه غونډه کې سره راټول شوي وه، د راتلوونکو انتخاباتو، سولې او له 2014 کال وروسته د حالاتو په اړه خپل دریځونه مشخص کړل.

د افغان حکومت د اپوزیسیون ملي ائتلاف مشر ډاکترعبدالله د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د راتلوونکو انتخاباتو پر شفافیت ټینګار وکړ او له خپلو پلویانو یې وغوښته، چې په دغو انتخاباتو کې فعاله ګډون وکړي.

“دا ستاسو حق دی، مه پرېږدئ، چې په انتخاباتو کې درغلي وشي او ستاسو په سرنوشت لوبه وشي.

هر څوک چې کاندید وي، په خپله خوښه ورته رایه ورکړئ، خو په انتخاباتو کې ګډون وکړئ، توطیې لغوه کړئ، په انتخاباتو کې ستاسو ګډون ستاسو د حق غوښتنه ده.”

ښاغلي عبدالله دا غوښتنه داسې وخت کوي، چې د جمهوري ریاست راتلوونکو انتخاباتو ته تر یوه کال لږ وخت پاته دی.

تردې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي یان کوبیش د پنجشنبې په ورځ له ازادۍ راډیو سره په ځانګړۍ مرکه کې وویل، چې مرسته کوونکې هیوادونه، ملګرو ملتونو او نړېواله ټولنه چمتو دي، چې له افغانستان سره د ښو انتخاباتو لپاره مرسته وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر ډاکتر انورالحق احدي د دې غونډې ګډون والو ته په وینا کې وویل، چې د راتلوونکو ښو انتخاباتو لپاره باید ښه بدیلونه وړاندې شي، چې وکولای شي د درغلیو او نورو ستونزو مخنیوی وکړي.

د حکومت د اپوزیسیون ډلو ځینو مشرانو د تیر په څېر پر افغان حکومت په بیلا بیلو برخو کې انتقاتونه وکړه، په ځانګړي ډول د اداري فساد نه مخنیوی، دوی له 2014 کال وروسته حالاتو ته په اشاره یې وویل، چې دغه کال په افغانستان کې د فساد د ختمېدو، عدالت او پرمختګ پيل دی.

په دې غونډه کې د افغانستان د سولي پر بهیر هم خبري وسوې ډاکتر عبدالله وویل، چې دوی د سولي غوښتونکې دي، خو د پردې ترشا پټي لوبي نه سي منلای.

ښاغلي احدي وویل، چې سولي ته د رسېدو لپاره باید د مخالفینو سمو وړاندیزونو ته غوږ ونیول شي.

د کارپوهانو په وینا د ولسمشرۍ د راتلوونکو انتخاباتو په اړه یوه اساسي اندېښنه د انتخاباتو په بهیر کې د افغان حکومت، اپوزیسیون ډلو او زورواکو لاسوهنه ده.

خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په وار وار دا ډاډ ورکړی، چې هیچا ته به د انتخاباتو په بهیر کې د لاسوهني اجازه ورنه کړي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG