د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

د ایران او القاعده اړیکې پیچېلې دي


څو ورځې وړاندي د کاناډا پولیسو دوه تنه په دي تور ونیول، چې هڅه ېې کوله په یوه مسافر وړونکې ټرین کې بمي چاودنه وکړي.

کاناډایي چارواکې ادعا لري، چې په ایران کې دېره القاعده شبکې د دې ناکامي حملې پلان جوړ کړی و.

ایران دا تور رد کړی دی. د ایران او القاعده تروریستي شبکې تر منځ د اړیکو تاریخ ډېر پیچلی دی.

په دې معنی چې تهران کله له دغې شبکې سره د دښمنۍ او کله ناکله د ملګرتیا لار نیولې ده او تر ټولو مهمه خو یي دا ده، چې ایران د ۲۰۰۱ کال سپتمبر د ۱۱ مي تروریستي حملو وروسته له امریکا سره مرسته هم کړې وه.

پوښتنه مطرح کېږي، چې : ایا ایران او القاعده ملګري دي؟ ځواب یي د آژانس په وینا دا دی چې د ایران او القاعده شبکې ترمنځ اړیکې په زیاتو مواردو کې سخت او خراب وو. د دې یو علت دا دی چې القاعده شبکه سنیان دي او په ایران کې شیعه ګان اکثریت دی.

د القاعده شبکې ځينې سخت دریځې مشران، شیعه ګان رافضیان یا بدعتیان بولې او په دې باور دي چې د تهران سیمه یېزې هیلې د لویدیځ په نسبت یو ستر خطر دی.

په عراق کې سني وسله وال په شیعه ګانو باندې د حملو په مقصد د موټر بم چاودنې او حملې کوي او له ۲۰۰۳ کال راهیسي یي په زورنو کسان وژلې دي.

د ۲۰۱۱ کال په جنورۍ میاشت کې په یمن کې القاعده شبکې د شیعه یاغیانو پر ضد جهاد اعلان کړ او وایي چې ایران د دي وسله والو ملاتړ کوي.

له بلې خوا، ایران د سوریې د جمهور رئیس بشار الاسد پر ضد یاغیانو څخه د القاعده وسله والو د ملاتړ له امله سخت خواشینی دی او له لویدیځو هیوادونو څخه زیات یي په طالبانو انتقادونه کړیدي.

په ۱۹۹۸ کال کې هغه مهال چې طالبانو مزار شریف ونیوه، اته تنه ایراني ډپلوماټان یي له تیغه تیر کړل او دغه راز د شیعه ګانو په سیستماتیکې وژنې هم تورن شوي وو.

د القاعده شبکې د ۲۰۰۹ کال د جون میاشتې په یادداشتونو کې چې ممکن اسامه بن لادن ته ورکړل شوي وې، د ایران حکومت ته په کې د جنایتکارانو خطاب شوی او د هغوي بي اساسه او نا سنجول شوي پالیسۍ یي غندلې دي. دا یادداشتونه د هغو اسنادو په منځ کې وو چې د ۲۰۱۱ کال می میاشت کې د پاکستان په ایبټ آباد کې د اسامه بن لادن په استوګن ځاي باندي د امریکا د خاصو ځواکونو د حملې پرمهال تر لاسه شوي وو.

اسوشئتدپرس آژانس پوښتنه کوې چې د القاعده شبکې ځيني مهم کسان څنګه ایران ته تللي دي؟

په ځواب کې لیکې: په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان باندي د ایتلافي ځواکونو د حملې پر مهال د بن لادن د خپلوانو په ګډون یو شمیر القاعده وسله وال ایران ته لاړل.

د ایران حکومت ددي کسانو زیات شمير په کورونو کې تر یو ډول څار یا نظارت لاندي وساتل او سعودي عربستان ته یي د هغوي حواله کولوته غاړه کېنښوده. د تهران مشرتابه پدي باور و چې د القاعده کسانو په ساتلو او پالنې سره به په شیعه ګانو حملې کمي شي او په عین حال کې یي داسي انګیرله چې له لویدیځ سره په معالمو کې به هم ورڅخه ګټه واخلي.

د القاعده شبکې د پوځې څانګې مهم پلان جوړونکې سیاف العادل له خپلې کورنۍ سره د څو کلونو لپآره په ایران کې اوسیده. دی په ظاهر کې تر یوه ډول څار لاندي و ، خو بهر ته یي هم زیات سفرونه کول.

ده د خپل نفوذ په مرسته په پاکستان کې یو تښتول شوی ایرانی ډپلومات چې په قبایلي سيمه کې ساتل شوی و، په ۲۰۱۰ کال کې د یوې معاملې پر اساس خوشي کړ.

العادل چې د مصر تبعه دی، په ۱۹۸۸ کال کې په افریقا کې د امریکا د متحده ایالاتو په سفارتونو باندي په بمي حملو کې په لاس درلودلو تورن دی او د امریکا د استخباراتو د فدرالي ادارې د غوښتل شویو کسانو د لیست په سر کې دی.

امریکایي څیړونکې وایي، د اسامه بن لادن زوم سلیمان ابو غیث شاوخوا لس کاله په ایران کې واوسیده.

دی د کویټ تبعه دی ، خو چارواکو یي ورڅخه تابعیت اخیستی دی.

نوموړی د فبرورۍ میاشت کې د امریکا د ایف بي آي ایجنټانو له خوا په اردن کې ونیول شو اودا به د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ مي تروریستي حملو وورسته د القاعده شبکې تر ټولو جګ پوړی کس وي چې په امریکا کې محاکمه شي.

ایران دغه راز په سلونو هغه عرب جنګیالې او وسله وال نیولې او وروسته یي د منځني ختیځ او عربي هیوادونو حکومتونو ته حواله کړي چې له افغانستان څخه ایران ته اوښتې وو. ایراني چارواکو دغه راز له افغانستان څخه د ایران خاوري ته د اوښتو او نیول شویو وسله والو اسناد او معلومات هم د ملګرو ملتونو امنیت شوری ته ورکړی دي.

د اسامه بن لادن یوه میرمن، اولادونه او لمسیان هم په ایران کې اوسیدلې دي. د ۲۰۱۰ کال په لومړیو کې د بن لادن یوې لور ایمان وکړاي شول چې په تهران کې د سعودي عربستان د سفارت ودانۍ ته داخله شي.

وروسته هغې ته اجازه ورکړ شوه چې سوریې ته لاړه شي. په همدي کال کې د اسامه بن لادن یوه ځوي خالد د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامینیي ته یو لیک استولی و او لیکلې یي و چې خپلوان یي د ایرانې مقاماتو له خوا وهل شوي او چپ شوي دي. خالد په ایبټ آباد کې د اسامه بن لادن په استوګن ځاي باندي د حملې پر مهال ووژل شو.
XS
SM
MD
LG