د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۰

د زابل کوچيان کمپيوټر زده کوي


د زابل سيمه ييز چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې يې د کوچيانو لپاره د کمپيوټر د زدکړې يو مرکز پرانيستی او غواړي په دغه مرکز کې کوچيانو ته کمپيوټر ور زده کړي. دوي وايي، دغه مرکز يې په ولايت کې د کوچيانو د اميريت په غوښتنه جوړ کړی دی.

د زابل په مرکز کې د دغه ولايت د کوچيانو لپاره د کمپيوټر د زده کړو مرکز جوړ شوی او له دې وروسته به د زابل کوچي ځوانان په همدغه مرکز کې کمپيوټر زده کوي.

چارواکي وايي، د کمپيوټر د زدکړې دغه مرکز د زابل ولايتي ادارې د (پي بي جي اېف) يا د واليانو پر کړنو د ولاړې بوديجې له خوا جوړ کړی دی.
دوی وايي، دا بده خبره ده چې کوچيان له عصري زده کړو بې برخې پاتې وي.

د زابل مرستيال والي محمد جان رسوليار وايي، د دغه ولايت د کوچيانو اميريت ورته وړانديز کړی وو، چې د دوی په اميريت کې بايد د کوچيانو لپاره د کمپيوټر د زدکړو يو مرکز جوړ شي.

دی وايي، ولايتي ادارې دغه مرکز ته اته کمپيوټرونه ورکړي دي او دې ته په تمه ده چې، له دې سره به د کوچي ځوانانو ژوند ښه شي.

"د کوچيانو د اميريت په وړانديز او د ولايت مقام په منظورۍ د (پي بي جي اېف) له خوا د کوچيانو د اميريت لپاره، اته پايې ډيسک ټاپ کمپيوټرونه او يو پېنځه کيلو واټه جنراټور پېرل شوي دي، موږ تمه لرو چې له دې سره به د کوچيانو ماشومان د کمپيوټر او انګرېزي د زده کړو له پلوه وروزل شي. "

په زابل کې د کوچيانو د اميريت کارکوونکي هم کمپيوټرونو ته خوشحاله دي او وايي، دا ډېر وخت يې همدغه ارمان درلود چې کاشکې د دوی ماشومان هم په کمپيوټر پوهېدلای.

"دا زموږ يو اشد ضرورت وو او دا ډېر وخت يې موږ غوښتنه کوله، دا دی اوس هغه شيان تاسې په سترګو وينئ چې ولايتي ادارې يې مرسته راسره وکړه، انشاالله دا به زموږ پر ژوند مثبت اغېز وکړي. "

"زموږ د کوچيانو ماشومان له زده کړو بېخې بې برخې پاتې وو، اوس چې دغه زمينه ورته برابره شوه، او دوی ته ولايتي ادارې کورسونه جوړ کړل، موږ ورڅخه مننه کوو او سخت ورته خوشحاله يوو. "

د افغانستان کوچيان چې شمېر يې د پنځه ميليونه په شاو خوا کې اټکل شوی دی، د ټول هېواد په کچه له تېرو څو لسيزو را هيسې د روغتیا، ښوونې او روزنې، څړځایونو او سر پناه په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

سيدشاه سقيم
XS
SM
MD
LG