په هلمند ولایت کې د برتانوي ځواکونو پخوانۍ قومندان وايي؛ د افغان ځواکونو له لیکو څخه پر بهرنیو سرتیرو د حملو خطر به هیڅکه د صفر تر سطحې ټیټ ونه ګڼي.
ډګروال "باب بروس" چې د څلورمې میکانیزه لوا مشر دی؛ ویلي، په داسې حال کې چې برتانوي سرتیري له افغانستان څخه په وتو دي؛ ښايي د افغان ځواکونو له لیکو څخه په کیدونکو بریدونو کې نور برتانوي عسکر هم ووژل شي.
نوموړي ویلي، د دوی سرتیرو په هلمند کې طالبان ځپلي؛ خو اوس ورته د هغه لخوا خطر متوجه دی چې دوی روزلي دي.
خو ډګروال "باب بروس" له ډیلي سټار ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي؛ د هغه ارزونه ښيي چې، د افغان ځواکونو له لیکو څخه د بریدونو ګواښ د تیر کال په شان لوی نه دی.
په تیره اکتوبر میاشت کې په هلمند ولایت کې د یوه افغان سرتیري په ډزو کې دوه برتانوي سرتیري ووژل شول، دغه راز په تیره جنورۍ کې هم یو مشکوک افغان عسکر په هلمند ولایت کې د برتانوي ځواکونو په یوې اډه کې یو سرتیرۍ وواژه او شپږ نور يې ټپیان کړل.
ډګروال بب بروس ویلي، د افغان ځواکونو له خوا په هلمند کې د امنیتي مسولیتونو اخستو ته خوشبینه دی. د هغه په وینا په دې برخه کې به یو څه ستونزې رامنځته شي؛ خو په مجموعي توګه به کنټرول د افغان ځواکونو په لاس کې وي.
ډیلي سټار ورځپاڼې سره په خبرو کې د برتانوي ځواکونو دې لوړ رتبه افسر په افغانستان کې د خپل هیواد د ځواکونو د خدمت ستاینه کړې او ویلي چې، هغه د خپلو سرتیرو په لاسته راوړونو ویاړي.
په عین حال کې په افغانستان د ایساف ځواکونو مرستیال جنرال "نیک کارتر" ویلي؛ چې د دې هېواد د وګړو ژوند بدل شوی دی او د نورو پرمختګونو تر څنګ میلیونونه زده کونکي دا مهال په لسګونو زرو ښوونځیو کې زده کړه کوي.