پرون دشنبې په ورځ دپکتیکا ولایت دشکین دسرحدي ولسوالۍ د انګورو په ښارګوټي کې مازدیګر مهال دماین چاودنه شوې ،چې پکې یو تن ملکي وګړی وژل شوی او ددریو تنو سیمه ییزو پولیسو په ګدون ۵تنه نور کسان ،چې ملکیان دي ټپیان شوي دي.
په هغه خبرپاڼه کې ،چې دپکتیکا ولایت دمطبوعاتي دفتر له خوا مشال راډیو ته رسیدلې پکې راغلي ،چې ددوی د لومړنیو مالوماتو پر اساس ماین په یو دوکان کې ځای پرځای شوی وو،هرکله چې پولیس دې پيښې ځای ته نږدې شول ،نو چاودنه رامنځته شوه.
په خبرپاڼه کې یادونه شوې ،چې ټپیان دبیړنۍ درملنې لپاره دشکین ،برمل او اورګون ولسوالیو روغتونونو ته لیږدول شوي دي ،خو دټپیانو دروغتیايي حالت په اړه پکې څه ندي ویل شوي .
دپکتیکا ولایت مقام دمصبوعاتي دفتر مسوول مخلص افغان مشال راډیو ته دتلیفون پرلیکه دیادې پيښې په اړه وویل ،چې هغه ټپیان ،چې برسیرن وو ،شکین او هغه ،چې ټپونه يې سخت ول دبرمل او اورګون ولسوالیو ته لیږدول شوي دي:
(( په پیل کې په پیښه کې ټول کسان ټپیان ول ،خو متاسفانه یو تن ملکي وګړي دسختو ټپونو له کبله اورګون روغتون په لاره ساه ورکړه،لدې سربیره درې تنه پولیس او ۵تنه ملکیان ټپیان شویدي.))
دیادې پیښې په اړه تر اوسه وسلوالو طالبانو او یا کومې بلې ډلې څه ندي ویلي.
دیاونې وړده،چې پدې وروستیو دپکتیکا ولایت په اومنې ولسوالۍ کې دافغان ځواکونو په ګډو چاڼیزو عملیاتو کې دطالبانو دیو مشهور قوماندان عبدالباري په ګډون څلورتنه وسلوال مخالفین له یو شمیر وسلو او مهماتو سره یو ځای نیول شوي ول.
خبریال/نجیب الله الوخیل