د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۲

د ټاکنو کمیسیون د دندو او صلاحیتونو قانون تصویب شو


د ملي شورا په دواړو جرګو کې له څو میاشتنيو بحثونو او خبرو وروسته بلاخره د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د تشکیل، دندو او صلاحیتونو قانون تصویب شو.

د انتخاباتي شکایتونو په کمیسیون کې د دوو تنو بهرنیانو حضور هغه عمده اختلافي موضوع وه، چې د دې قانون د ژر تصویب مخه یې ډپ کړې وه.

د اختلافي موضوعاتو څیړلو ته د ملي شورا له خوا د ټاکل شوې ګډې کمیټې مشر محمد عبده د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې د دواړو جرګې غړي په اختلافي مسایلو سره موافقې ته ورسیدل.

د ښاغلي عبده په وینا د مشرانو جرګې دا خبره منل شوې، چې د انتخاباتي شکایتونو په کمیسیون دې دوه بهرنیان نه وي او د ولسي جرګې دا چې ولسمشر دې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون غړي د هغو کسانو له منځه وټاکي، چې د یوې بې طرفه کمیتې له خوا به ور پيژندل کیږي:

(په کامل توافق سره قانون نهایي شو او د توشیح لپاره جمهوري ریاست ته لیږل کیږي.

زه غواړم ووایم چې د غوراوي کمیټه چې ولسي جرګې تصویب کړې وه او مشرانو جرګې یې په اړه مخالفت درلود د ګډ کمیسیون په خبرو اترو کې ومنل شوه.

دواړو جرګو د انتخاباتي شکایتونو په کمسیون کې د دو تنو بهرنیانو په اړه هم بیلابیل نظرونه درلودل، خوبلاخره پریکړه وشوه چې دا دوه بهرنیان هم باید وجود ونه لري.)

ولسي جرګې د تیر لمریز کال په میزان میاشت کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د تشکیل، دندو او صلاحیتونو قانون د ځینو بدلونونو په زیاتولو سره تصویب او مشرانو جرګې ته یې واستوه.

ولسي جرګې د انتخاباتي شکایتونو په کمیسیون کې د دو تنو بهرنیانو حضور تصویب کړی وو، خو ویلی وو چې د انتخاباتو او انتخاباتي شکایتونو د کمیسیونونو غړي باید د یوې بې طرفه کمیټې له لارې وټاکل شي او ولسمشر ته معرفي شي.

خو مشرانو جرګې د بهرنیانو له حضور سره مخالفت ښودلی و او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د رییس او غړو په ټاکلو کې یې ولسمشر ته خلاص لاس ورکړی و.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ملي شورا له خوا ددې قانون د تصویبیدو هرکلی کوي خو له ولسمشر نه هیله کوي چې دا قانون ژر ترژره توشیح کړي.

ددې کمیسیون ویاند نورمحمد نور ازادي راډیو ته وویل:

(په حقیقت کې دا یوه ښه ګام دی، مونږ یې هرکلی کوو چې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې ترمنځ د انتخاباتو د تشکیل، دندو او صلاحیتونو او د انتخاباتي شکایتونو د قانون په اړه اختلاف نظر پای ته ورسید.

هیله من یو چې هرڅه ژر د ولسمشر له خوا توشیح شي.)

د ملي شورا غړي وایي، دوی د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د ندو او صلاحیتونو په قانون کې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون هم تصویب کړی دی.

خو د وزیرانو شورا د تیر کال د قوس یا لیندۍ په څورلسمه نیټه پریکړه وکړه چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون دې ونه اوسي او ددې کمیسیون واک دې سترې محکمې ته ورکړل شي.

تراوسه معلومه نه ده چې ولسمشر حامد کرزی به د ملي شورا له خوا تصویب شوی قانون توشیح کړي او که به بیا هم ځینې بدلونونه په کې راولي.

اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG