د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۳۲

افغانستان کې د بريتانيا د سمندري ځواکونو اډه هم وتړل شوه


د بریتانیا د دفاع وزارت وایي، په افغانستان کې د دې هیواد د پلي سمندرو ځواکونو وروستۍ اډه چې څه باندې یوه لسیزه پرانیستې وه، تړل شوې ده.

د بریتانیا د سلطنتي ۴۰ قطعې عسکر لومړنى بریتانوي عسکر و چې په ۲۰۰۱ م کال یې کې د بګرام د هوایي اډې امنیت ونیو او په کابل کې یې ګزمه وکړه.

د بریتانیا د پلي سمندري ځواکونو څلویښتمې قطعې په افغانستان کې له څه باندې لسو کالوخدمت وروسته، په دې هیواد کې د عملیاتو په اډه خپل سپین بیرغ راکوز کړ.

د دې قطعې ځواکونه په ۲۰۰۱ کال کی د امنیت د ټینګښت لپاره افغانستان ته استول شوي وچې لومړی ماموریت یې د بګرام له هوایي اډې پیل او له هغه وروسته د هلمند ولایت په سنګین، نهرسراج او موسی کلا ولسوالیو کې بریالي عملیات مخ ته یووړل.

د انډیپنډنټ په وینا د بریتانیا د پلي سمندري یا مرین ځواکونو بیرغ د تیرې یکشنبې په ورځ په سمبولیک ډول د نهرسراج په ولسوالۍ کې راښکته شواو په دې توګه د دې ځواکونو د بیرغ رپیدا په هلمند کې پای ته ورسیده.

د بریتانیا د کوماندو ځواکونو د ډلې مشر ویلي چې د بریتانیا د پلي سمندري ځواکونو له ۱۴ زرو زیاتو عسکرو په افغانستان کې خدمت کړی او د ښوخدمتونو او قهرمانیو په خاطرشاوخوا دوو سوو عسکرو ته افتخاري مډالونه ورکړل شوي دي.

د بریتانیا د دفاع وزیرفلیپ هاموند وویل، د مرین د تعهداتو اوسرښندنو په نتیجه کې دا ډاډ حاصل شوی چې د ۲۰۱۴ کال ترپايه پورې چې په افغانستان کې د دې هیواد محارب ماموریت پای ته رسیږي، افغاناتو ته د بشپړمسولیتونوسپارل ممکن دي.

تیرکال په هلمند ولایت کې د بریتانیا اډې له اتیاوڅخه دولسو ته راکمې شوې. یوشمیردغه اډې افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شوې او ځینې نورې یې له منځه یووړل شوې.

انډیپنډنټ ورځپاڼه د ۴۰ مې قطعې د قومندان ډګروال مات جکسن له قوله لیکي چې وایي، د دوی کوماندو ځواکونه توانیدلي چې د هلمند په مختلفوسیمو کې افغان امنیتي ځواکونه له نړیوالو ځواکونویا ایسف څخه د چارو مسولیت ترلاسه کړي.

د هغه په وینا ترټولو مهمه داده چې د افغانستان د ملي اردواو پولیسو په خپل ځان اعتماد زیات شوی چې له خپلو امکاناتو څخه په ګټه اخیستو کولای شي په پخپله امنیتي چارو ته اوږه ورکړي.

انډیپنډنت لیکې، له دې سره سره چې د مرین ځواکونو د ۴۰ مې قطعې ماموریت پای ته ورسید خو د دې ځواکونو یوشمیرعسکربه له خپلو نورو بریتانوي همکارانو سره یوځای د هلمند ولایت په یوشمیراډوکې پاتې شي او د افغانستان د امنیتي ځواکونو د پرمختیا او ملاتړله چارو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
XS
SM
MD
LG