د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۵

اسراييل: ايران ته دې د پوځي بريد ضرب الاجل وټاکل شي


اسراییلي چارواکو نن پر نړیوالو قدرتونو ږغ وکړ ، چې د تهران له خوا په لوړه کچه د یورانیمو د غني کولو د پروګرام د مخنیوي لپاره باید د څو اونیو په ترځ کې د پوځي اقدام یو ضرب الاجل وټاکل شي.

د اسراییل د ستراتیژیکو چارو وزیر یوفال ستینیتز نن ګواښ کړی دی، چې ایران د مذاکرو په پلمه وخت سپموي او د یورانیمو د غني کولو پروګرام ته پراختیا ورکړي.

دې اسراییلي وزیر ویلي :

بندیزونه کافي نه دي او نه هم خبرې کفایت کوی. اوس د دې وخت را رسیدلی ،چې ایرانیانو ته پوځي ګواښ وشي. ټوله نړۍ ، امریکا او لویدیز هیوادونه باید ډیره واضح سره لیکه ورته وباسي تر څو نتیجې ته ورسیږو“

د اسراییل د کابینې دا وزیر د صدراعظم بینامین نتانیاهو له ډيرو نږدې ملګرو دی او د اسراییل د پوځ راډيو ته یې په مرکه کې ویلي ، چې که چیرې تهران په لوړه کچه د یورانیمو د غنی کولو پروګرام بند نه کړي نو باید د څو اونیو یا یوې میاشتې په ترځ کې اقدام وشي .

ده نور جزیات یې ورنه کړل .

د قزاقستان په الماتې ښار کې د ایران او د نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ مذاکرې د شنبې په ورځ له کومې سترې لاس ته راوړنې پرته پاي ته ورسیدې.

د الماتي مذاکرې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ د مشرۍ کاترین اشټن او د ایران د مشر مذاکره کوونکي ترمنځ په دوه اړخیزه لیدنه پیل شوې .

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې پرون وویل، چې دواړه لوري په تیرو دوو ورځو کې ونه توانیدل ، چې ترمنځ موجود واټن په لرې کړي.

خو میرمن اشټن په عمومي ډول خوشبیني څرګنده کړې ده .

دې دې په وینا ، په دریځونو کې د واټن له موجودیت سره هم د اول وار لپاره وتوانیدل ، چې پر جزیاتو بحث وکړي.

کاترین اشټن وویل : ما د اول وار لپاره ولیدل ، چې په مذاکرو کې کښته او پورته ځو ، پر جزیاتو خبرې کوو ، پوښتنې کوو او د هغو مسایلو په اړه ، چې د پرمختګ لپاره مهم دي مخامخ ځواب ترلاسه کوو . دا يې ډير مهم اړخ دي خو پرمختګ تر هر څه مهم دی او پدې ارتباط موږ لا هم د پام وړ واټن لرو .

د تهران د لانجمن اټمي پروګرام په اړه په مذاکرو کې د ایران د مرکچي پلاوي مشر سعید جلیلي له مېرمن اشتن سره تر خبرو وروسته خبریالانو ته وویل:

په دریځونو کې یو څه واټن شته خو د ایران اسلامي جمهوریت، لکه څرنګه چې یې پخوا په بېلابېلو مناسبتونو کې اعلان کړی دی، د یورانیمو د غني کولو د حق په شمول د ایران د خلکو پر حقونو د ټینګار او همکارۍ لپاره د خبرواترو هرکلی کوي. دوه اساسي ټکي ، چې موږ د خبرو پر مېز مطرح کړل دا ول چې د ایران له لوري دې د یورانیمو د غني کولو حق په رسمیت وپېژندل شي او داسي چلندونه دې پای ته ورسول شي چې د ایران له خلکو سره د دښمنۍ څرګندونه کوي“

دا په روان کال کې دوهم وار وو ، چې د ایران او د نړۍ د شپږو قدرتونو امریکا ، روسیې، چین ، بریتانیې، فرانسې او جرمني استازي د قزاقستان په الماتي کې د خبرو لپاره را غونډ شول .

غربي هیوادونه داسې ګومان کوي، چې ایران غواړي د اتمي وسلو د تولید په هدف د یورانیمو د غني کولو پروګرام ته پراختیا ورکړي، خو ایران یې ردوي او وايي، چې د دوي پروګرام د انرژۍ او د طبي تحقیقاتو لپاره دی.

اسراییلي چارواکو نن دا ګواښ هم وکړ ، چې که دپلوماسي او اقتصادی بندیزونه د ایران د اتمي هڅو په مخنیوي کې ناکام شي، دوی د ایران اټمي تاسیسات بمباردولای شي.

یو شمیر څارونکي او کارپوهان پدې باور دی، چې په ایران کې د روان کال د جون د میاشتې د جمهور ریاست انتخاباتو د دې هیواد د اتمي پروګرام په اړه د نړیوالو مذاکرو د بریالیتوب امکانات کم کړي دی.
XS
SM
MD
LG