د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۴ کب ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۵۹

د ايران او شپږو قدرتونو خبرې پايته ورسېدې


د الماتې په غونډه کې ايراني استازي
د نړۍ شپږو طاقتونو او ایران د قزاقستان په الماتې ښار کې د تهران د لانجمن اتومي پروګرام په اړه غونډه پاى ته ورسوله ، خو د نتیجو په اړه یې تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

د شنبې د ورځې له غوڼډې مخکې ایراني هیئت په جلا ډول د روسیې او چین له استازو سره خبرې وکړې.

د ایران دولتې تلویزیون دا خبرې ګټورې وبللې، خو په اړه یې څرګندونې ونه کړي.

دغه راز د اروپایي اتحادیي د بهرنۍ پالیسۍ مشري کاترین آشټن هم په جلا ډول د ایران له مشرمرکچې سعید جلیلې سره وکتل.

د جمعې په ورځ یعنې د لومړۍ ورځې د غونډې په پاى کې، د نړۍ شپږ طاقتونه او ایران یوازي په دې خبرې سلا شوي وو چې بله ورځ به هم غونډه کوي.

لویدیځو چارواکو منلې وه چې دریځونه یې لا هم یو له بله ډېر لرې دي.

په تېرو پنځو اوونیو کي دا دويم ځل دی چې د نړۍ د شپږو هیوادونو، امریکا، روسیې، چین، فرانسې، بریتانیا او جرمني استازي له ایران سره جرګه کیږي.

په تیره غونډه کې چې د فبرورۍ میاشت کې شوې وه، دغو شپږو هیوادو ایران ته وړاندیز کړی و، که تهران په لوړه کچه د یورانیمو له غني کولو لاس واخلي، پر ایران باندې لګول شوي بندیزونه به لږ سپک کړي.
XS
SM
MD
LG