د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

د ايران پر لانجمن اټومي پروګرام خبرې پيل شوې


د نړۍ د شپږو قدرتمندو هیوادونو او ایران استازو نن د قزاقستان په الماتې ښار کې د تهران د لانجمن اټومې پروګرام په اړه د خبرو نوی پړاو پیل کړ.

دا مذاکرې به سبا هم دوام ولري.

د اروپایي اتحادیي د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کاترین آشټن نن د مذاکرو تر پیل مخکې د احتیاطه ډکه خوشبینې څرګنده کړه .

د تهران د اتمي پروګرام په اړه په مذاکرو کې د ایراني پلاوي مرستیال مشر علي باقري نن وویل ، چې د خپلو وړاندیزونو طرحه یې مقابل لوري ته وړاندې کړې ده .

دا د ایران د اتمي پروګرام په اړه د تهران او د شپږو قدرتونو امریکا، روسیې ، چین، فرانسې، بریتانې او جرمني ترمنځ د خبرو پینځم دور دی.

ایا د ایران د اتمي پروګرام په اړه په دې خبرو کې د کومې سترې پریکړې تمه شته؟

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګه پدې اړه په ځانګړي رپوټ کې وايي، چې په مذاکرو کې د دواړو لوریو د دریځونو تر منځ واټن ته که وکتل شي، نو له دې خبرو د کومې سترې پریکړې تمه نه شي کیدلای.

خو دا چانس شته ، چې په مذاکرو کې ښکیل لوري خپل اختلافات راکم کړي ځکه دواړو خواوو په الماتې کي د تیر وار خبرو په اړه مثبت غبرګون څرګند کړی وو.

تردې مخکې د ایران مشر مرکچي سعید جلیلي ویلي وو، چې د خبرو بریالیتوب په نړیوالو قدرتونو پورې ارتباط لري او ټینګار یې کړی وو، چې نړیوال باید ومني، چې ایران د یورانیمو د غني کولو حق لري.

پنځه جمع یو هیوادونو د الماتې په لومړۍ غونډه کې ایران ته وړاندیز کړی وو ، چې که په لوړه کچه د یورانیمو غني کولو پروګرام وځنډوي نو د سرو زرو په بدل کې له ایرانه د تیل او ګاز وارداتو ته به اجازه ورکړي.

په دې اړه ایراني لوري وویل ، چې نړیوال د دوي د وړاندیزونو طرحې ته نږدي شوي دي.

خو ایران ټینګار کړی وو، چې د یورانیمو د غني کولو د پروګرام د ځنډولو په خاطر باید ټول بندیزونه لرې شي.

یو شمیر کارپوهان وايي، دا مهمه ده ، چې د یورانیمو د غني کولو د پروګرام د ځنډول کیدو غوښتنه شوې ده .

په جرمني کې د کارنیګي په نوم د سولې د نړیوال څيړنیز مرکز کې کارپوه مارک هبس وايي ، چې له ایرانه دا غوښتنه واقعبینانه ده .

مارک هبس:

په لوړه کچه د یورانیمو د غني کولو د پروګرام د بندولو پر ځاي د ځنډولو غوښتنه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پریکړه لیک سره سمون لري نو له دې امله به ټولو لوریو ته له ایران سره خبرې اسانې وي. د دې پروګرام د بندولو وړاندیز منل به د ایران لپاره هم ګران وي، ځکه پدې هیواد کې د جمهوري ریاست انتخابات را روان دي . په انتخاباتو کې ګډون کونکي ګوندونه به پر دې بحثونه کوي، چې له غربي لوري سره باید هیڅ ډول جوړ جاړی ونه شي.“

یوه بله پوښتنه دا ده ، چې ایا ایران د همکارۍ لاره خپله کړې؟

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګه د کارپوهانو په حواله وایي، چې که چیرې ایران د یورانیمو د غني کولو د پروګرام د پراختیا هڅې کوي نو د دې پوښتنې ځواب منفي دي.

په تیر یوه کال کې ایران د نړیوالو د غوښتنو په وړاندې په غبرګون د (فردو) په تاسیساتو کې نوي سنټرفیوجونه ځاي پر ځاي کړل .

خو د هاروارد په پوهنتون کې د ایران د چارو کارپوه ګري سامور وایي، چې تهران د روان کړکیچ د راکمولو هڅې کړې دي.
البته ښاغلی ګري وايي، چې ایران ښايي دا هڅې د نړیوالو د فشارونو په خاطر نه بلکه د کورنیو اندیښنو له امله کړی وی.

ګري سامور :

زما په باور د ایران ستر مذهبي مشر اوسمهال ټوله پاملرنه د جمهوري ریاست انتخاباتو ته اړولې او نه غواړي ، چې د بهرنۍ پالیسي سره په کوم تړلي جنجال کې اخته شي“

د کارپوهانو په باور حتی که په الماتې کې د خبرو روان دور نتیجه ورنه کړي، دواړه خواوي به بیا هم مذاکرې جاري وساتي.

امریکا او اروپايي اتحادیه به د منفي لاس ته راوړنو په ځواب کې بیا هم پر تهران فشارونه زیات کړي.
خو د فشارونو هدف خبرو ته د ایران راضي کول دي نو د مذاکرو د بل دور لپاره د نیټې ټاکل هم مهمه خبره ده .
XS
SM
MD
LG