د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

د ایران د اټمي پرواګرم په اړه د خبرو پنځم دور پیل شو


د نړۍ د شپږو قدرتمندو هیوادونو او ایران استازو نن د قزاقستان په الماتې ښار کې د تهران د لانجمن اټمي پروګرام په اړه د خبرو نوی پړاو پیل کړ.

دا مذاکرې به سبار هم دوام ولري.

د اروپایي اتحادیي د بهرنۍ پالیسۍ مشرې ؛کټرین اشټن" نن د مذاکرو تر پیل مخکې د احتیاطه ډکه خوشبینې څرګنده کړه.

د تهران د اټمي پروګرام په اړه په مذاکرو کې د ایراني پلاوي مرستیال مشر علي باقري نن وویل؛ چې د خپلو وړاندیزونو طرحه یې مقابل لوري ته وړاندې کړې ده.

دا د ایران د اټمي پروګرام په اړه د تهران او د شپږو قدرتونو امریکا، روسیې، چین، فرانسې، بریتانې او جرمني ترمنځ د خبرو پینځم دور دی.

ایا د ایران د اټمي پروګرام په اړه په دې خبرو کې د کومې سترې پریکړې تمه شته؟

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګه په دې اړه په ځانګړي رپوټ کې وايي؛ چې په مذاکرو کې د دواړو لوریو د دریځونو تر منځ واټن ته که وکتل شي؛ نو له دې خبرو د کومې سترې پریکړې تمه نه شي کیدلای.

خو دا چانس شته، چې په مذاکرو کې ښکیل لوري خپل اختلافات راکم کړي؛ ځکه دواړو خواوو په الماتې کې د تیر وار خبرو په اړه مثبت غبرګون څرګند کړی وو.

تردې مخکې د ایران مشر مرکچي سعید جلیلي ویلي وو؛ چې د خبرو بریالیتوب په نړیوالو قدرتونو پورې ارتباط لري او ټینګار یې کړی و، چې نړیوال باید ومني، چې ایران د یورانیمو د غني کولو حق لري.

پنځه جمع یو هیوادونو د الماتې په لومړۍ غونډه کې ایران ته وړاندیز کړی و، چې که په لوړه کچه د یورانیمو غني کولو پروګرام وځنډوي نو د سرو زرو په بدل کې له ایرانه د تیل او ګاز وارداتو ته به اجازه ورکړي.

په دې اړه ایراني لوري وویل، چې نړیوال د دوی د وړاندیزونو طرحې ته نږدي شوي دي.

خو ایران ټینګار کړی و، چې د یورانیمو د غني کولو د پروګرام د ځنډولو په خاطر باید ټول بندیزونه لرې شي.

یو شمېر کارپوهان وايي، دا مهمه ده، چې د یورانیمو د غني کولو د پروګرام د ځنډول کیدو غوښتنه شوې ده.

په جرمني کې د کارنیګي په نوم د سولې د نړیوال څيړنیز مرکز کې کارپوه مارک هبس وايي، چې له ایرانه دا غوښتنه واقعبینانه ده:

"په لوړه کچه د یورانیمو د غني کولو د پروګرام د بندولو پرځای د ځنډولو غوښتنه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پریکړه لیک سره سمون لري؛ نو له دې امله به ټولو لوریو ته له ایران سره خبرې اسانې وي.

د دې پروګرام د بندولو وړاندیز منل به د ایران لپاره هم ګران وي، ځکه په دې هیواد کې د جمهوري ریاست انتخابات را روان دي. په انتخاباتو کې ګډون کوونکي ګوندونه به پر دې بحثونه کوي، چې له غربي لوري سره باید هیڅ ډول جوړ جاړی ونه شي."

یوه بله پوښتنه دا ده، چې ایا ایران د همکارۍ لاره خپله کړې؟

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګه د کارپوهانو په حواله وایي، چې که چیرې ایران د یورانیمو د غني کولو د پروګرام د پراختیا هڅې کوي نو د دې پوښتنې ځواب منفي دی.

په تیر یوه کال کې ایران د نړیوالو د غوښتنو په وړاندې په غبرګون د (فردو) په تاسیساتو کې نوي سنټرفیوزونه ځای پرځای کړل.

خو د هاروارډ په پوهنتون کې د ایران د چارو کارپوه "ګري سامور" وایي، چې تهران د روان کړکیچ د راکمولو هڅې کړې دي.

البته ښاغلی ګري وايي، چې ایران ښايي دا هڅې د نړیوالو د فشارونو په خاطر نه بلکه د کورنیو اندیښنو له امله کړی وی:

"زما په باور د ایران ستر مذهبي مشر اوسمهال ټوله پاملرنه د جمهوري ریاست انتخاباتو ته اړولې او نه غواړي، چې د بهرنۍ پالیسي سره په کوم تړلي جنجال کې اخته شي."

د کارپوهانو په باور حتی که په الماتې کې د خبرو روان دور نتیجه ورنه کړي، دواړه خواوې به بیا هم مذاکرې جاري وساتي.

امریکا او اروپايي اتحادیه به د منفي لاس ته راوړنو په ځواب کې بیا هم پر تهران فشارونه زیات کړي.

خو د فشارونو هدف خبرو ته د ایران راضي کول دي؛ نو د مذاکرو د بل دور لپاره د نیټې ټاکل هم مهمه خبره ده.
XS
SM
MD
LG