د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۹

کابل: پاکستان طالبان د سولې له خبرو ګرځولي


د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې اسلام اباد د هغو طالبانو مخه نيولې ده چې غوښتل يې د سولې په خبرو کې ګډون وکړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال وياند سيامک هيروي ازادي راډيو ته څرګنده کړه چې په لندن کې د افغانستان، پاکستان او بريتانيا د مشرانو له غونډې وروسته چې د سلواغې په شپاړسمه جوړه شوه، داسې هيلې پيدا شوې چې اسلام اباد به د سولې له بهير سره مرسته وکړي خو په وروستيو کې دا څرګنده شوه چې پاکستان مرسته نه کوي او هغه طالبان ګرځوي چې غواړي د سولې په خبرو کې ګډون وکړي:

« ويل کيږي يو شمير هغه طالبان چې په پاکستان کې دي او د افغانستان له حکومت سره خبرو ته ليواله دي، عملا د پاکستان د حکومت تر فشار لاندې راغلي او حتي کوم سفرونه چې يې د روغې جوړې د خبرو لپاره لرل، د هغوي يو ډول مخه د پاکستان له خوا نيول شوې»

له طالبانو سره د سولې په برخه کې په وروستيو کې کابل بيا بيا اسلام اباد تورن کړ چې ثابت دريځ نه لري او د افغانستان حکومت خبرداري ورکړ که چيرته پاکستان د سولې په خبرو کې ژر تر ژره مرسته ونه کړي افغان لوري به دا خبرې د پاکستان له مرستې پرته پرمخ يوسي.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند اعزاز چوهدري دا خبره رد کړه چې پاکستان د سولې په برخه کې مرسته نه کوي:

« پاکستان خپل ټول وس کوي چې په افغانستان کې د سولې او روغې جوړې د بهير ملاتړ وکړي او موږ به خپلو دې هڅو ته دوام ورکړو، ځکه چې موږ دا منلې ده چې په افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه ده او د سيمې په ګټه »

که چيرته پاکستان د سولې په خبرو کې مرستې ته چمتو وي، نو بيا کابل څرنګه پر اسلام اباد تورونه پورې کوي، پخواني پاکستاني ديپلومات شمشاد احمد خان ازادي راډيو ته وويل چې دا خبرې د کابل نه دي د نورو دي:

« اصلي مساله دلته د هند او پاکستان ده، چې له دې سره دلته امنيت تقريبا ناممکنه شوي دي، ځکه چې هند چې له پاکستان سره کوم مسايل لري د هغوي دلته په افغانستان کې دفاع کوي او ښايي د امريکا له لورې به يې هم ملاتړ کيږي په وروستيو کې جان کري کابل ته ولاړ او له کرزي سره يې وليدل دغه اړيکي شته او پسې زياتې به هم شي، خبره دا ده چې دا خبرې ټولې د دې لپاره دي چې پر پاکستان فشارراشي»

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په داسې وخت کې اسلام اباد تورن کړي دي چې د سولې له بهيره سره د يو شمير طالبانو د روغې جوړې مخه نيسي، چې روانه اونۍ ولسمشر کرزي قطر ته ولاړ څو د قطري چارواکو په منځګړيتوب له طالبانو سره د روغې جوړې خبرو ته لاره هواره شي.

د قطر له امير حمد بن خليفه ال ثاني سره روانه اونۍ د حامد کرزي تر ليدنې وروسته د طالبانو وياند ذبيح اله مجاهد رسنيو ته وويل چې د طالبانو يوه تن هم له حامد کرزي سره په قطر کې نه دې ليدلي.
XS
SM
MD
LG