د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۳

د سلګونو زنداني امامانو دوسیې څیړل کېږي


په افغانستان کې د زنداني امامانو دوسیې په درې زونونو کې بشپړې شوې دي او اوس د شمال په درېیو ولایتونو کې دا څیړنه روانه ده.

د ولسمشر حامد کرزي له لوري ټاکلي کمسیون د بلخ، سرپل او فاریاب ولایتونو په زندانونو کې د ملایانو دوسیې څیړي.

د تیرو دوو میاشتو په موده کې دغه شپږ کسیز کمسیون د ختیځو، جنوبي او شمال ختیځو ولایتونو په زندانونو کې د ملایانو دوسیې کتلې دي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت مرستیال داعي الحق عابد ازادي راډیو ته تر اوسه د څیړل شویو دوسیو په اړه وویل:

«که څه هم تر اوسه رپوټ بشپړ شوی نه دی او هغه رپوټونه چې موږ ترلاسه کړې دي له اتو سوو تر نهو سوو پورې دیني عالمان فعلا په زندانونو کې توقیف دي له دې ډلې څخه د شپیته تنو دوسیې بشپړې شوې دي او د نورو دوسیې تر دوران لاندې دي.»

د حج او اوقافو وزارت مرستیال زیاته کړه چې په نژدې یوې میاشتې کې به د ټولو زنداني ملایانو دوسیې وڅیړل شي او تر هغه وروسته به بشپړ رپوټ ولسمشر حامد کرزي ته وړاندې شي، څو هغه کسان چې د خوشي کېدو جوګه وي له بنده خوشي کړي.

نژدې دوې میاشتې مخکې داسې رپوټونه خپاره شول چې ګڼ ملایان د افغان حکومت پرضد د تبلیغاتو په تور زنداني شوې دي.

د دې خبرونو تر خپریدو وروسته د افغانستان د عالمانو شورا له ولسمشر کرزي سره غونډه وکړه او ترې ویې غوښتل چې هغه ملایان له زندانه خوشي کړي چې جدي جرم یې نه وي کړی.

افغان ولسمشر د دیني عالمانو وړاندیز ومانه او د کابل د پلچرخي جومات د امام عنایت اله بلیغ په مشرۍ یې یو شپږ کسیز پلاوی وټاکله چې تحقیقات وکړي.

حامد کرزي له دې پلاوی وغوښتل، چې ټول هغه امامان له زندانه خوشي کړي چې ستر جرمونه یې نه وي کړي.

په افغانستان کې د یولک او شپیته زره جوماتونو له جملې څلور زره د حج او اوقافو د وزارت له لورې څارل کېږي او د دې جوماتونو یوازې پنځوس زره له حکومت سره ثبت شوې دي.

د رپوټونو له مخې د وسله والو طالبانو د روغې جوړې د خبرو یو شرط دا دی چې له زندانونو طالبان خوشي شي.

البته د جمهور رییس کرزي له غوښتنې سره سم له دغو ملاامامانو څخه به هغه کسان نه خوشې کېږي چې په تروریستي بریدونو کې یې لاس لرلی وي.
XS
SM
MD
LG